د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه منځني دولتي ښوونځي زدهکوونکو ته د «بارک هلمند» او «فولاد صنعتي شرکت» له لوري د قرطاسیو مرستې ووېشل شوې.
د یادو شرکتونو مسوولان وايي چې دغه مرسته به یوازې په هلمند نه، بلکې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم تر درې سوه زره زدهکوونکو ورسېږي.
د دغه شرکت ولایتي مسوول عبدالودود بارک د مرستې د وېش پرمهال وویل: «زموږ موخه د زده کوونکو ملاتړ دی، څو هغوی وکولای شي په ښه ډول خپلې زده کړې ته دوام ورکړي. دغه لړۍ به په نورو ولایتونو کې هم تطبیقېږي.»
بلخوا د هلمند د پوهنې ریاست رییس «مولوي محمدعوض انصاري» په دې تړاو وویل: «پر زده کوونکو او ښوونیزو بنسټونو پانګونه د یو اباد او نړۍ سیال هېواد لپاره خورا مهمه ده. دا ډول ګامونه د پوهنې د ودې لپاره ارزښتناک دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې اوسېدونکي وايي، اقتصادي ستونزې او وزګارتیا د ډېری زدهکوونکو زدهکړه ننګولې ده.
هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د اوږدو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله یې د پوهنې بهیر له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
د سیمې ښوونکي او مسوولان باور لري چې د خصوصي سکتور له لوري د قرطاسیو او نورو تعلیمي توکو مرسته نه یوازې د زدهکوونکو د دوامدارې زدهکړې ملاتړ کوي، بلکې د ټولنې د هوساینې لپاره یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.


