د ډونالډ ټرمپ مرستیال جي‌‌ډي ونس وايي چې امریکا د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره کوم پروګرام نه‌لري.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي: «زه نه پوهېږم چې د داسې یوې سیمې په اړه چې هلته یوه مؤثره اداره نشته، د فلسطین د دولت رسمیت پېژندل څه معنا لري.»

نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ په اړه خپلې موخې په روښانه ډول څرګندې کړې او هغه به خپلو اهدافو ته دوام ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر د خپلې کورنۍ سره د بریتانیا سفر پرمهال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لامي سره په چیونینګ هاوس کې ولیدل چې د انګلستان په سوېل کې یو رسمي دولتي هستوګن‌ځی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۱۴۴ هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژني چې په دې کې زیاتره د سوېلي نړۍ هېوادونه، روسیه، چین او هند شامل دي.

بل‌خوا د اروپایي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه، یوازې هغو هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی چې پخواني کمونستي هېوادونه وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام