پر ایران د امریکا برید ته په غبرګون کې د پاکستان حکومت د نوبل جایزې ته د ټرمپ له نوماندۍ یوه ورځ وروسته پر ایران د هغه برید غندلی دی.
پاکستان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ شوي کړکېچ کې د نوموړي د منځګړیتوب له امله د نوبل سولې جایزې لپاره نومولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې پر ایران د واشنګټن برید «د نړیوال قانون او د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې له مقرراتو څخه جدي سرغړونه وه.»
په بیان کې ویل شوي: «پر ایران د روانو بریدونو وروسته د تاوتریخوالي بېساري زیاتوالی په ژوره توګه د اندېښنې وړ دی. د دې وضعیت دوام کولای شي، نه یوازې د سیمې لپاره بلکې له هغې هاخوا به هم ویجاړونکې پایلې ولري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د دغه هېواد د اټومي تاسیساتو د بمبارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
امریکا پرون یکشنبه، د ایران د اټومي وسلو پر درېوو مهمو تاسیساتو بریدونه وکړل چې ګڼ نړیوال غبرګونونه یې هم له ځان سره لرل.


