د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې د دوی له څارنې وروسته درې ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس انجینیر محمدخان ځواک میدانښار کې خبریالانو ته وویل، دغه تاریخ تېردرمل له میدان‌ښار، نرخ او جلرېز ولسوالیو څخه د دوه میاشتو په ترڅ کې راټول شوي او د یوه ګډ پلاوي په مخکې له‌منځه یوړل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري وخت پر وخت په مرکز او ولسوالیو کې له درملتونونو او هټیو څخه څارنه کېږي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي په مشتریانو وپلوري.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ورته تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي د رسنیو په حضور کې له‌منځه وړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام