د خوست امنیه قومنداني څخه نن ورځ يکشنبه په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان نیولي چې د یوې بلې پیغلې نجلۍ د تښونې هڅه یې کوله او په جبر یې د نجلۍ له خوښې پرته نکاح ته اړ ایستله.

خبرپاڼه زياتوي چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات د مشرتابه د ۳۹۵ ګڼې فرمان پربنسټ کړي چې موخه یې د ښځو د جبري نکاح مخنیوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپانه کې زياته شوې چې په دې تړاو نور جزییات د ټولنیزو او کلتوري حساسیتونو او ارزښتونو د ساتنې پر اساس نه‌دي په ډاګه شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت حکومت ژمن دی چې د ښځو او نجونو شرعي حقونه خوندي وساتي او هر هغه څوک چې د نجلی د جبري نکاح هڅه وکړي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام