د کابل د شنو صنایعو صنعتي پارک کې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا د تولید، لېږد او وېش په برخه کې د دریو پروژو چارې پیل شوې.
د برښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر نن (پنجشنبه، جدي ۱۸) په دې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، دغو پروژو کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دستګاه، د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر سبسټېشن او د ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد مزي غځول شاملیږي.
د هغه په وینا، د برښنا د دغو دریو پروژو چارې به ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
«د کابل د شنو صنایعو صنعتي پارک کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دستګاه، ۱۲۶ مېګاولټ امپیرسب سټیشن او ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا لېږد مزي پروژو چارې پیل شوې او دا به کابل کې د برښنا د کمښت ستونزې راکمې کړي.»
د برښنا شرکت مشر له پانګوالو وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټه اخیستنې پانګونې وکړي، ترڅو هېواد ځانبسیاینې ته ورسېږي.
ورته وخت کې د کابل د شنو صنایعو صنعتي پارکونو مسوولان چې دغه پروګرام کې یې حضور درلود وايي، کابل کې د برښنا رسولو د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د صنعتي کارخونو فعالیتونه پراختیا پیدا کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«په صنعتي پارکونو کې ۱۲۰ فابریکې فعالیت لري او له ۷ زرو څخه ډېرو کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې او د دې پروژې په عملي کېدو سره به د فابریکو فعالیتونه لا زیات شي.»
د برښنا رسونې شرکت مسوولان زیاتوي چې د دغو پروژو پرمهال به ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او زرګونو نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې، د هغه شرکت مسوولان چې دا پروژه عملي کوي، وایي چې دا پروژه به په ټاکلي وخت او د نړیوالو معیارونو له مخې تطبیق کړي.
د ټيويسي یونایټیډ شرکت استازی کریس کرامر وایي: «دا پروژه یوازې د برښنا رسونې یوازینۍ پروژه نهده، بلکې د اعتبار لوړولو کې به هم مرسته وکړي. دا پروژه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ څه باندې یو نیم کال کې د عملي کېدو مرحلې ته چمتو شي. موږ ژمن یو چې د لمریزې برښنا پروژه په ټاکلي وخت کې عملي کړو.»
د برشنا شرکت مسوولان همدارنګه وايي چې د کورنۍ برښنا تولید لپاره یې یوازې روان کال د ۱۲۵۰ مېګاواټو تولیدي برښنا تړونونه لاسلیک کړي دي.


