د خوست ښاروالي د مارکیټونو د تنظیم عمومي مديريت له لوري د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي په تاريخ تېر خوراکي توکي د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې سوځول شوي دي.
د يادو توکو سوځولو پرمهال د خوست ښاروالي د مارکیټونو د تنظیم عمومي مدیر شازر وويل چې یاد توکي د ځانګړي پلان له مخې د نظارت پرمهال له دوکاندارانو، عمده پلورنځیو او غرفو څخه د تېرو درېوو میاشتو په موده کې راغونډ شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دغهراز له دوکاندارانو غوښتنه وکړه، چې خپلو مشتریانو باندې له تاريخ تېرو زهرجنو توکو له پلورلو ډډه وکړي او که هر دوکاندار ياده چاره ترسره کړه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د ښاروالي له لوري لسګونه ټنه په تاریخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول کړي او په یو خوندي ځای کې سوځولي دي.


