د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له کبله، خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.
په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.
نړیوال بانک ویلي، له ۱۸۰ میلیونه پرته ۲۰ میلیونه نوره مرسته هم د عامه او خصوصي مشارکت په قانون کې د تعدیلاتو له کبله ځنډول شوې ده.
یاد بانک د روان کال لپاره افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه چې له دې ډلې ۴۰۰ میلیونه د افغانستان بانک ته ورکړل شوې او د پاتې ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته یې ځنډولې ده.