هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته، سلګونه ښځینه خبریالانې له افغانستانه ووتلې او بهرنیو هېوادونو ته لاړې.
د افغان ښځینه خبریالانو د کاري وضعیت څېړلو لپاره، سلاموطندار له ۱۷ ښځینه خبریالانو سره چې په تېرو دریو کلونو کې یې بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخیستې، خبرې کړې دي.
د دې خبرو پایلې ښیي چې له ۱۷ خبریالانو څخه، یوازې ۷ یې وکولی شول چې د رسنیو په ډګر کې خپلو مسلکي فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ کومې شمېرې چې هغه ننګونې او خنډونه منعکس کوي چې ښځینه خبریالانې له کډوالۍ وروسته ورسره مخ کیږي او ډیری وختونه نشي کولی خپل مسلک کې کار ته دوام ورکړي.
له دې وضعیت سره سره، هغه ښځینه خبریالانې چې په دې خبرو کې یې برخه اخیستې، ټولې یې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي او وايي چې که په هېواد کې شرایط ښه شي، نو دوی غواړي چې خپل هیواد ته راشي او د ژورنالیزم په برخه کې کار ته مخه کړي.
هغه خبریالان چې ورسره خبرې شوي ۶ یې فرانسې، ۳ یې متحده ایالاتو، ۳ هسپانیې، ۲ ایران او یو یو په جرمني، برتانیې او اسټرالیا کې ژوند کوي.
دیبا اکبري او رویا موسوي دوه افغان ښځینه خبریالانې دي چې دامهال په فرانسې او هسپانیې کې ژوند کوي. دوی وايي چې لاهم په رسنیو کې کار کوي.
«له نیکهمرغه یوه ټلویزیون سره چې افغانستان کې د ښځو لپاره فعالیت کوي، کار کوم. بېګم ټلویزیون د ښځو لپاره دی، د تبسم خپرونه چې د ارواهپوهنې خپرونه ده، په لایف ډول یې مخ ته وړم. ترڅنګ یې افغانستان کې د ښځو ژوند په اړه رپوټونو لیکلو برخه فعالیت لرم. له کله راهیسې چې راغلې یم، د ژبې په زدهکولو بوخته وم، ځکه ما افغانستان کې تحصیلات کړي وو، باید ماسټري مې کړې وی، لومړی شرط یې د ژبې زدهکول وو، اوس هم زدهکړې کوم.»
«اوس ازادي راډیو سره کار کوم او تازه چې اسپانیا ته راغلې یم، نړیوالو رسنیو سره مې فریلانس کار پیل کړ، دلته اسپانیا کې چې کومې رسنۍ دي کار کول ورسره ډېر سخت دی، ځکه لوی خنډ د ژبې زدهکول دي، باید د یوه ویاند په سطحه ژبه دې زدهوي. دلته وضعیت ښه نه دی، شاید نورو ځایونو سره توپیر وکړي، ډېره خوشبینه نه یم، خو هیله لرم چې اوږد وخت کې وکولی شم دلته ژورنالیزم برخه کې کار وکړم.»
خو مرضیه محمدي بله افغانه خبریاله ده او دامهال په ایران کې ژوند کوي.
هغه وايي چې په هغه هېواد کې د رسنیو په ډګر کې د کار کولو لپاره د هغې لپاره هیڅ فرصت نشته او اړ شوې چې د ژوند کولو لپاره خیاطۍ ته مخه کړي.
«د سهار له ۷ د ماښام تر ۷ بجو پورې خیاطي کوم، اوس رسنیو کې فعالیت نه لرم، ځکه ما چې کوم پور کړی باید پیسې وګټم او بیرته یې خلاص کم. رسنیو کې کار کولو لپاره وخت نه لرم، ځکه د خیاطۍ کارځای کې د مبایل کارولو اجازه نه راکول کیږي، زه ایران کې درس نهشم لوستلی، ځکه یوازې د جمعې په ورځو بېکاره یم، یوازې د انلاین له لارې مطالعه کولی شم، نور د مطالعې او زدهکولو لپاره وخت نهراکول کیږي، اقتصادي وضعیت مې هم دومره ښه نه دی. ایران کې چې خیاطي کوم یوازې دومره پیسې ګټم چې وکولی شم د خپل ژوند مصرف پوره کړم. لومړیو کې چې ایران ته راغللو، پیسې مې په پور واخیستې، نو اوس یې باید بیرته ورکړم، لویه ستونزه مو دا ده چې بېبرخلیکه وضعیت کې یو، نه پوهېږم چې څه وکړم اوس د ایران وضعیت هم خراب شوی، ایران اسراییل سره جګړه کې دی، نه پوهېږم چې دلته ژوند کول به څنګه شي، نه دلته د پاتې کېدو لار لرم او نه بیرته افغانستان ته د ستنېدو لار لرم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فرخنده محبي یوه بله افغانه خبریاله ده چې په هسپانیه کې ژوند کوي او اوس بېکاره ده.
هغه کوربه هېوادونو کې هغو ننګونو ته اشاره کوي چې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي. مېرمن محبي وویل، که څه هم هغه خپله کاري برخه کې کار کولو ورته ناممکنه نه دي، خو ډېر سخت کار دی.
«دا به ډېر وخت ونیسي چې زه له سره پیل وکړم. زه به ژورنالیزم کې کار کولو ته دوام ورکړم، تر هغې پورې چې خدای ما سره وي، غواړم خبریالي وکړم که هغه آنلاین وي یا حضوري، زه خپله هڅه کوم ترڅو دغه دنده په ښه توګه ترسره کړم. زه کوم خاص مصروفیت نهلرم. دا یوازې یوه لنډمهاله دنده ده او زه د هسپانوي ژبې په زده کولو بوخته یم، تر هغه چې زه دلته هسپانیه کې کار کولو لپاره چمتو کېږم، دا وخت نیسي.»
د دې ترڅنګ چې نورو هېوادونو کې ښځینه خبریالانې له خپل مسلک څخه لرې دي، د مالي امکاناتو کمښت بله ستونزه ده چې هغوی ورسره مخ دي.
معصومه سیرت چې له ۷ میاشتو راهیسې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او خالده تحسین چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۱مه فرانسې ته کډواله شوې وايي:
«موږ ښه اقتصادي وضعیت نه لرو. ځکه چې دنده نشته یا د عاید دوامداره سرچینه نه لرو. اقتصادي وضعیت مو دومره خراب هم نهدی. موږ یوازې ورځ په کار تیروو، د دفتري کار ترڅنګ، شرکت او هوټل کې د کار کولو امکان شته، نو موږ کولی شو له هغه ځایه عاید ترلاسه کړو. لویه ستونزه مو دا ده چې په ژبه نه پوهېږو، بله دا چې له خپلې کورنۍ او وطن لرې یو. له روحي او رواني اړخه مونږ اندېښمن یو، نهشو کولی خپل مسلک کې کار وکړو، دا مونږ ډېر ځوروي.»
«زه ښه اقتصادي وضعیت نهلرم. هغه پیسې چې حکومت راکوي ډېرې کمې دي. کله چې موږ کرایه، برښنا او د حفظ الصحې پیسې ورکوو، بیا خپلې لومړنۍ ورځنۍ اړتیاوې نهشو تامینولی، ځکه لږې پیسې پاتې کېږي. هرڅوک چې خپل ژوند پریږدي او په نوي ښار کې بې کوره شي، خامخا به له دې ننګونو سره مخ شي.»
دې سره، د رسنیو برخې یو شمیر فعالان د اطلاع رسونې په برخه کې د مسلکي او تجربهلرونکو خبریالانو نهشتون یو جدي بحران بولي.
د رسنیو برخې کارپوه او د یوې نړیوالې رسنۍ خبریال محمود کوچی وايي:
«افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د رسنیو ډېری کارکوونکو هڅه کړې چې له هېواده ووسي، یو یا دوو سلنو خپل کار بیرته پیل کړی، پاتې نور یې ټول بېکاره دي، له خپل مسلک لرې دي، اقتصادي ستونزې لري. مونږ چې کوم خبریالان درلودل تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې یې کافي تجربې ترلاسه کړې وې او توانېدلي وو چې ځانونه د خبریالۍ په نړیوالو معیارونو برابر کړي، متاسفانه هرڅه ختم شول، کاش چې نه کېدی، ځکه دا د افغانستان رسنیو ته یوه لویه ضربه ده چې ورسېده، مونږ او تاسو لیدل چې د افغانستان مطبوعات څومره خپلواک وو د نړۍ په سطحه یې نوم درلود، تېرو شلو کلونو کې باتجربه او مسلکي خبریالان وروزل شول، کاش چې ما هم د نورو خبریالانو په څېر دغه درد تجربه کړی وی او له خپل مسلک څخه نه لرې کېدم»
د دې ټولو ترڅنګ، ټولنپوهان وايي، د مسلکي خبریالانو نهشتون کولی د اطلاع رسونې بهیر ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي او په رسنیو د عوامو باور زیانمن کړي.
ټولنپوه شعیب احمدي په دې اړه وویل: «هره برخه کې د کار کولو لپاره متخصص او ژمن کسانو ته اړتیا ده. دغه کسان باید خپله څانګه کې پوره مهارت او پوه ولري، ترڅو وکولی شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي. رسنۍ د هېواد په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ کې مهم رول لري، د دغو مسلکي او ژمنو کسانو شتون اړین دی او د دغو متخصصو او ژمنو کسانو نهشتون کولی شي جدي ستونزې رامنځ ته کړي. ناسم او غلط اطلاعات کولی شي عمومي ذهنیت ته زیان ورسوي او د خلکو باور راکم کړي.»
دې سره، د خبریالانو د مصئونیت کمیټې د جندر برخې مسووله مطواع کبیر رسنیو کې د ښځو د حضور کچې لوړولو په اړه د دغې کمیټې د هڅو په اړه داسې وايي:
«واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، د رسنیو د مالي ستونزو په دلیل ګڼ شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او شاوخوا ۸۰۰ ښځینه خبریالانې بېکاره شوې، شاید ځینو د کډوالۍ له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي وي. له هغې وروسته ۲۰۲۳ کال کې مونږ ډېره هڅه وکړه چې د ښځینه خبریالانو کچه لوړه کړو حکومت سره مو چې د همغږۍ کوم پروګرامونه درلودل، توانېدلي یو هغوی ته قناعت ورکړو، ترڅو رسنیو کې د مېرمنو حضور کچه لوړه شي. ۲۰۲۲ کال کې رسنیو کې ۴۶۳ ښځو حضور درلود، مونږ توانېدلي یو چې ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۵۷۵ ته لوړ کړو.»
دا داسې مهال دی چې ۲۰۲۳ میلادي کال کې د بېپولې خبریالانو سازمان د خبرپاڼې په اساس، له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


