Asset 1SWN

د یوناما د مشرې او هلمند مرستیال والي لیدنه؛ اوتونبایووا د همکارۍ ډاډ ورکړ

Roza Otunbayeva in SAMO 2

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» مشرې روزا اوتونبایووا هلمند ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د والي مرستیال او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

اوتونبایووا په دې لیدنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، څو سرپرست حکومت سره په همغږۍ نړیوالې ټولنې سره د تعامل او پرمختګونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې هوارې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې همداراز هلمند کې د کوکنارو بدیل کښت، رودږد درملنې، اقتصادي او بشري مرستو په تړاو له چارواکو سره خبرې وکړې او دې برخو کې یې، د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بل‌خوا د هلمند والي بیا دې لیدنه کې ویلي، که څه هم یاد ولایت ګڼ نفوس لري، خو په وینا یې، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه کم دي.

 مرستیال والي محمدنبي حماس همداراز دغه ولایت کې د زرګونه روږدو درملنه، د دوه صنعتي پارکونو پرانیسته، د بست غوړیو او پنبې امارتي شرکت بیارغونه او ترمیم، د پاکو اوبو شبکې او چک‌ډېمونه جوړول او یو‌شمېر نور پرمختګونه د دغه ولایت له لاسته‌راوړنو یاد کړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حماس لیدنه کې ټينګار کړی چې نړیوال خیریه بنسټونه باید د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي، څو خلک په ځان‌بسیا او د ستونزو کچه راټیټه شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام