سلاموطندار د نسايي-ولادي برخې له څلور متخصصانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، له حیواني محصولاتو استفاده او له حیوان سره د مستقیم تماس پرمهال روغتیايي سپارښتنو ته نهپام، په مېرمنو کې د «حیواني محرقې» د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د نسايي-ولادي برخې متخصص ټرېنره ماري شعیب سلاموطندار ته وویل چې د نارینهوو په پرتله مېرمنې پر یادې ناروغي د اختهکېدو له ډېر ګواښ سره مخ دي.
هغه وویل: «په ډېری هېوادونو کې په دودیزه توګه، ښځې د څارویو د پاملرنې او شیدو راټولو مسوولیت لري. ښځې د زېږون پرمهال د څارویو سره هم تماس نیسي. په ځانګړي توګه که دوی دستکشې او محافظتي تجهیزات وانهغوندي، دوی د دې څارویو څخه د ککړو مایعاتو سره تماس نیسي او په پایله کې ناروغه کېږي. څېړونکو یو بل دلیل وړاندې کوي چې ښځې د دې ناروغۍ لپاره ډیرې حساسې دي او د دوی د ځانګړي بیولوژیکي جوړښت او هورمونل معافیت له امله د دې د پراختیا احتمال ډېر دی.»
په ورته مهال د نسايي-ولادي برخې یوه بله متخصصه سونیتا بهرام وايي، هغه مېرمنې چې پر دې ناروغي اخته دي، که درملنې ته پام ونهکړي، د زېږون پرمهال به ناوړه پایلې ولري.
هغې وویل: «که یوه ښځه د امېندوارۍ څخه دمخه په دې ناروغۍ اخته شوې وي، نو د هغې لپاره درملنه شتون لري چې درملنه یې اسانه ده. دا د امیندوارۍ څخه دمخه د انجیکشن په توګه هم ورکول کیدی شي. که چیرې یوه ښځه د امیندوارۍ څخه مخکې او د امیندوارۍ په جریان کې بیا په دې ناروغي اخته شي، نو دلیل یې دا دی چې هغې محصولات په سمه توګه نهدي کارولي یا یې د درملو پخوانی خوراک په منظم ډول نه دی اخیستی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د نسايي-ولادي برخې متخصصه سمیرا شهیر د مېرمنو د محرقې ناروغي په اړه وايي: «د امېندوارۍ پرمهال رحم کې د ماشوم د مړینې، لومړیو درېوو میاشتو کې سقط، له وخت وړاندې د ماشوم زېږېدل، کم وزنه ماشوم او نورې ستونزې کېږي چې بروسلیوز د امېندوارۍ پرمهال جدي خطر ګڼل کېږي.»
د پروان اوسېدونکې ۳۷کلنه زینب چې پر دې ناروغي اخته ده، وايي: «د درېوو میاشتو امېندواره یم او د څارویو تبه لرم. نښې یې شدیده تبه، د بدن درد، د پښو درد، په خوله کې ترخه خوند، تبه او یخني دي. زه له شپږو کلونو راهیسې پر دې ناروغي اخته یم. کال په کال پر دې ناروغي اخته یم.»
۳۰کلنه رایحه بیا وايي: «زه د امېندوارۍ په جریان کې او د ایسکریم خوړلو له امله پرې اخته شوم. نښې یې د سردرد، لوړه تبه، زکام، بېخوبي او د معدې بدوالی وو. زه ډاکټر ته لاړمه، هغه درمل ولیکل. هغه ماته مشوره راکړه چې د څارویو محصولاتو څخه ډډه وکړم. ما درمل د درېوو میاشتو لپاره واخیستل. زما یا زما ماشوم لپاره هېڅ ستونزه نهوه ځکه چې ما درملنه ژر پیل کړه. فکر کوم چې دوی د ایسکریم جوړولو لپاره صحي شیدې نهکاروي او دا هغه څه دي چې د دې لامل شول.»
د یادونې وړ ده چې د څارویو «بروسیلوز» یوه ساري ناروغي ده چې د انسانانو او څارویو ترمنځ عامه ده چې د بروسیلا په نوم د باکتریا له امله رامنځته کیږي. دا ناروغي په عام ډول په څارویو لکه غواګانو، پسونو، وزو او اوښانو کې لیدل کېږي، خو په ځینو مواردو کې دا په ناڅاپي ډول انسانانو ته هم لېږدول کېدای شي.


