Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په دغه سازمان کې د فلسطین غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه

سازمان-ملل-qnzo9269laxhbaujlt28mcmbfwwixtkum5x9v4gcjs

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان په خپل پرېکړه‌لیک کې لیکي چې فلسطین د ملګرو ملتونو سازمان د غړیتوب وړتیا لري او له امنیت شورا یې غوښتي چې د فلسطین غوښتنه بیا هم وارزوي.

د یاد پرېکړه‌لیک مسوده چې د فلسطین او یوشمېر نورو هېوادونو له لوري وړاندې شوی و، ۱۴۳ هېوادونو مثبته رایه ورکړه، خو نهو مخالفه او ۲۵ هم ممتنع رایه ورکړه.

فلسطین داسې مهال د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندل کېږي چې لومړی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه هېواد له غوښتنې سره هوکړه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب لپاره داسې مهال هڅې روانې دي چې په غزه کې له څه باندې اوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او د نړۍ پام یې ځان ته را اړولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام