کابل کې د سره صلیب د یوه روغتون دروازه خلاصږي او ناروغان یو په بل پسې روغتون ته ننوځي؛ یو د لکړې په مرسته، بل په ویلچیر او یو هم د یوه ماشوم په مرسته روغتون ته د ننوتلو په هڅه کې دي.
ډېری دغو ناروغانو د جګړې د پاتې شویو ماینونو د چاودنې له امله د خپل بدن ځينې غړي له لاسه ورکړي.
دلته د مصنوعي غړو د جوړولو کارځای دی؛ چېرې چې ۱۱ ښځې پهکې هڅه کوي، د خپلو مراجعینو د اړتیاوو لهمخې داسې مصنوعي غړي جور کړي چې د ژوند دروند بار ورسره پورته کړي.
د پلاستیک د پرې کولو د ماشین غږ د کارځای په کوچنۍ فضا کې خپور شوی؛ یوه ځوانه ښځه چې له مصنوعي پښې سره د میز تر شا ولاړه ده، له درده او تجربې ډک لاسونه یې پلاستیک د بدن په مصنوعي غړو بدلوي، د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې ورته زخمونه یې تېر کړي دي.

۴۲ کلنه مژګان الکوزۍ پنځه کلنه وه چې د کورنۍ جګړې پرمهال پر روغتون یې د هاوان مرمۍ ولګېده او چپ پښه یې پرې شوه.
هغه وویل: «مور مې جمهوریت روغتون کې ناروغه وه او د دې روغتون دهلیز کې یو هاوان ولګېد چې پایله کې یې، ګڼشمېر کسان مړه او ټپیان شول.»
دې زیاته کړه چې د هغې ورځې وېره له ۳۷ کلونو وروسته اوس هم هغه ځوروي.
مژګان همداراز وايي، کورنۍ یې تل له هغې ملاتړ کړی او د راتلونکي لپاره یې د پلار زیار لامل شوی چې اوس نورو معلولانو لپاره مرهم وګرځي. «د خدای شکر دی چې لوستې کورنۍ مې لرله او ترڅنګ مې و او هڅه مې وکړه چې تر درېیم ټولګي مې مصنوعي پښه نهدرلوده او غېږ کې به یې، ښوونځي ته وړم او قابلګۍ برخه کې لېسانس لرم او ټولنه کې دخیله یم.»
مژګان چې اوس د څلور کسیزې کورنۍ مشره ده وايي، میړه یې د جمهوري نظام پرمهال په یوه دولتي اداره کې انجینر و، خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.
مژګان چې اوس د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو مسوولیت پر غاړه لري، وايي: «خاوند تل راباندې ویاړي، راته وايي چې قوي مېرمن یې او هر حالت کې باید ژوند سره ځان سم کړو.»

هغې وویل چې ځینې معلولې ښځې له واده وروسته یوازې د خپلې معلولیت له امله د خپلو مېړونو لهخوا له کوره ایستل شوي. «ځینو ناروغانو له داسې نارینهوو سره واده کړی چې بېبندو باره دي، له یوه وخت وروسته یې، طلاق ورکړی او دا دردمنه ده.»
د مژګان په باور، زیاتره هغه ښځې چې د هغې روغتون ته مراجعه کوي، له ژوند څخه مایوسه دي او د هغې د کیسې اورېدو سره له دې څخه الهام اخلي.
هغې وویل: «دلته چې مېرمنې راځي، خواشینې وي او موږ د مصنوعي غړو ترڅنګ ورته د ځان مثال ورکوو او ورته وایو چې معلولیت محدودیت نهدی او خپل مورال باید له لاسه ورنکړئ او هڅه وکړې چې ټولنې سره مرسته وکړئ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ټینګار کوي چې هدف یې د هغو ښځو بیا پیاوړيکول دي چې نور د ژوند لپاره هیله نهلري. «د معلولیت لرونکو خلکو لپاره پیغام دا دی چې دوی باید تل هڅه وکړي او دوی بریالي کیدی شي، دا چې معلولیت محدودیت نه دی او دوی کولای شي، هغه څه ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي.»
همدارنګه یوشمېر هغه کورنۍ چې خپل ماشومان یې دغه روغتون ته راوړي، وايي، د دوی ماشومان د مصنوعي پښو په مرسته توانېدلي چې بېرته ټولنې ته وګرځي.
د کابل یوه اوسېدونکې سکینه چې اووه کلن ماشوم یې درې کاله وړاندې په یوه ټرافیکي پېښه کې خپله چپ پښه له لاسه ورکړې او د مژګان کارځای ته راغلې، وايي: «مصنوعي پښې زموږ ماشوم سره ډېره مرسته کړې ده. هغه تشناب ته تللی شي، ښوونځي ته تللی شي او هغه خپلې ستونزې حل کوي. زه د ډاکټرانو څخه هم مننه کوم چې د هغه لپاره ډېر څه کوي، څو هغه دلته راولي.»

د ۱۲ کلن ماشوم مور سیلا چې له زیږون څخه په دواړو پښو فلجه ده او اوس د مصنوعي پښو په مرسته ګرځي وايي: «ستونزې یې، ډېرې حل شوي او یوه پښه یې، لا نهده جوړه او د جوړېدو په حال کې ده.»
معلولانو ته په کمه سترګه کتل، د مهارتونو ځپل، کاري محدودیتونه، د خلکو لخوا ناوړه چلند او ټولنه کې د معلولانو لپاره د ځانګړو اسانتیاوو نشتوالی د دوی له مهمو ننګونو څخه دي.
خو دې ټولو سره سره مژګان لا هم د ژوند په اړه هیله منده ده او هڅه کوي چې د نورو معلولانو ترڅنګ ودرېږي او هغوی ته د ژوند کولو انګېزه ورکړي.


