د لړم دولسمه د دوشنبې ورځ د سمنګان د خُلم ولسوالي اوسېدونکي نوراحمد ته د ده د مېوې خرڅلاوو ځای کې د نورو ورځو په څېر پیل شوه. هغه د کابل-مزارشریف ښار پر لویه لاره تازه مېوه خرڅوي، خو د دې ورځې پیل کې یوې زورورې زلزلې د هغه ژوند ته ټکان ورکړ.
له زلزلې وروسته نوموړی د خپل کور پر لور په منډه ځي چې د خپلې کورنۍ احوال واخلي. «کله چې زلزله وشوه، یوازې ذهن کې مې تېر شول چې مېرمن مې، زوی مې او نور هېڅ…»
نوراحمد چې کله خپل کور ته نږدې کېږي، له داسې یوې صحنې سره مخ کېږي چې ده یې، تصور نهوو کړی؛ د کور چتونه لوېدلي، دیوالونه ویجاړ شوي او د خاورو او ډبرو لاندې، د څلور میاشتې اومېندوارې مېرمنې جسد یې پروت دی. یوازې نهه میاشتې او ۱۳ ورځې یې، د ګډ ژوند کېدې.
نوراحمد وايي: «کاش چې زه د چت لاندې شوی وای…له هغې قربان. څلور میاشتنی ماشوم مې… مور یې هم… دواړه لاړل.» سترګې یې له اوښکو ډکېږي. یوه شېبه خپلې خبرې بندوي. بیا وايي: «مېرمن مې له شاوخوا اتو کلونو راهیسې پېژندله. قرانالکریم مې لوسته، پنځه وخت لمونځ یې کاوه. پاک، مهربانه، هېڅ کمي یې نهدرلوده…»
نوراحمد یوازې ۲۶ ورځې کوژدن وو، او له هغه وروسته یې، واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره یوځای یې، ګډ ژوند پیل کړ؛ خو زلزلې د نوموړي له خوښیو ډکو دې ورځو ته د پای ټکی کېښود. «دواړو د یوه ارام ژوند هیله لرله. یوه بل سره مو ډېره مېنه درلوده. له خندا او خوښۍ پرته مو ورځ نه تېرېده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوراحمد هر سهار او ماښام د خپلې مېرمنې قبر ته ورځي. تېرې ۲۴ ورځې د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې بولي. هغه ورځې چې د خپلې مېرمنې پر ځای د هغې څو تصویرونه د یادګار په توګه پاتې دي. «چا سره چې اووه کاله مینه لرې او بیا واده وکړې او یو کال دې هم نهوي تېر شوی او له لاسه یې ورکړې…سخته ده. ډېره سخته ده.»
نوراحمد چې کله له زلزلې وړاندې ورځې یادوي، سترګې یې له اوښکو ډکېږي او وايي چې د مېرمنې نشتوالي له امله یې، د ژوند دوام سخت شوی دی.

هغه وايي: «د ورځې به څو ځلې کور ته د لیدو لپاره ورتللم. اوس چې د ورځې سل ځلې هم کور ته ځم، خو چې نشته، فکر کوم چې نور هېڅوک دنیا کې نشته، یوازې شوی یم. موږ دواړو په رښتېنې توګه له یوه بل سره مینه کوله. خدای مرسته وکړه چې یوه بل ته ورسېدو. چاره نشته؛ باید نشتوالی یې وزغمم…»
د نوراحمد مېرمن ۲۰کاله عمر درلود او په یوې دیني مدرسه کې د ښوونکې وه.
نوراحمد یوه شېبه ماته وکتل او د خپلې مېرمنې د نشتوالي په اړه یې وویل: «هېڅوک د هغې ځای نهشي نیولی…»؛ هغه درد چې په دې جمله کې پروت دی، څه باندې یوه میاشت کېږي چې د هغه ژوند یې، ناارامه کړی دی.


