Asset 1SWN

بدخشان کې نیول شوی واورین پړانګ بېرته ازاد شو

daa91c45-6b4c-456f-91c5-f1b02becc964

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د واخان ولسوالي ورک کلي کې یې هغه واورین پړانګ بېرته ازاد کړی چې د خلکو له‌خوا نیول شوی و.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه واورین پړانګ وروسته له هغې د خلکو له‌خوا نیول شوی و چې یاد کلي کې یې د خلکو پر څارویو برید کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد واورین پړانګ ته زیان نه دی رسېدلی او د محلي مسوولانو له لوري بېرته طبیعت ته ګرځول شوی دی.

معز‌الدین احمدي همداراز وویل چې واورین پړانګ د کلیوالو اته پسونه هم له‌منځه وړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واورین پړانګان هغه حیوانات دي چې نړۍ کې ډېر لږ پیدا کېږي، خو د افغانستان د بدخشان په پامیر او واخان کې لا هم دغه پړانګان شته. د معلوماتو له مخې، یاد پړانګان د نورستان، لغمان او بامیان په غرونو کې هم لیدل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام