کابل کې کتاب‌لرونکي او کتاب‌پلورونکي وايي چې ټولنه کې ډېر کم کسان د کتاب لوستلو ته مخه کوي او وروستیو کلونو کې د کتاب لوستلو دود د پاوړ کم کمرنګه شوی دی.

یوشمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې د کتاب لوستلو دود ته وده ورکړي او د هېواد له فرهنګي ريښو ساتنه وکړي.

«هره ورځ د پنځو افغانیو په بدل کې یو کتاب ولولئ،” دا د صفي‌الله خان فضلي شعار دی چې د کابل په لوېدیځ کې یو کتاب‌لرونکی دی. مطالعې سره د هغه مینه نوموړی دې ته وهڅوه چې شپږ میاشتې دمخه یو کوچنی کتابتون جوړ کړي او له زرو څخه ډېر کتابونه په‌کې ځای پر ځای کړي. هغه خپلو پېرودونکو ته د ۱۵۰ افغانیو په بدل کې کتابونه په کرایه ورکوي.

که څه هم  نوموړي هیله درلوده چې دا چاره به یې، ګټوره وي، خو ټولنه کې د واکمن فقر له امله اغېزمنه نه‌وه. د نوموړي په وینا، ډېری نجونې او هلکان د مطالعې لپاره ورتلل، خو د کتاب کرایې لپاره یې، پیسې نه‌درلودې.

نوموړی اوس په دې کوچني کتابتون کې د کتاب له مینه‌والو هرکلی کوي. انیسه چې دا یې، مستعار نوم دی، د کتاب کرایې او اخیستلو توان نه‌لري او ډېری ورځې د مطالعې لپاره دې کتابتون ته ورځي. «په وړیا کتاب اخلم او لولم یې، ډېر ښه دی او اقتصادي وضعیت چې موږ لرو، د کتاب اخیستلو  توان نه‌لرم.»

د افغانستان په سختو اقتصادي شرایطو کې، د کتابونو کرایه کولو دود، مطالعې ته د لاسرسي غوره لار ده. خو، د دې چارې لګښت هم اوس د ډېرو خلکو لپاره ستونزمن دی.

شهرام احمدي چې د کابل په لوېدیځ کې کتاب پلوري، د هغو ځوانانو لپاره د کتابونو کرایه کولو فرصت برابر کړی چې د فقر تر سیوري لاندې د مطالعې دود لپاره د کتابونو پېرودلو توان نه‌لري. هغه خپلو پېرودونکو ته کتابونه په پور ورکوي او د ۱۵۰ افغانیو په میاشتني فیس سره، دوی د خپلې خوښې کتابونه لولي او بېرته یې ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کتاب او د کتاب‌لوستل چې وروستیو کلونو کې کمرنګه  شوی، خو ځوانان هم هڅه کوي چې پراختیا ورکړي. شعبان سکندري د کابل پل‌سرخ کې د کتاب لوستلو دود پراختیا لپاره یوه کافه جوړه کړې ده. هغه وايي، درې میاشتې کېږي چې دا کافه یې، جوړه کړې، خو کتاب لوستلو لپاره د ځوانانو لېوالتیا ده ته هیله ورکوي، څو خپلې هڅې لاګړندۍ کړي.

که څه هم ځوانان هڅه کوي چې د لوستلو دود پراخ کړي، خو کتاب پلورونکي د کتاب خرڅلاو بازار په خپل ټیټه کچه ګڼي او له دې څخه راضي نه‌دي.

په کوټه‌سنګي کې یو کتاب پلورونکی، علي احمد نظري وايي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله، خلک د فزیکي کتابونو په پرتله انلاین کتابونه ډېر اخلي، یا دوی د ټولنیزو شبکو له لارې وړیا  کتابونه راښکته کوي.

محمدشفیق کوټې‌سنګي کې په خپله لاسي کراچۍ کې کتابونه پلوري. «خلک پیسې نه‌لري، ګنې لېوالتیا ډېره ده، ډېر خلک یې، ګوري، یوشمېر یې، اخلي، خو کم دي او پیسې نه‌لري.»

د کتاب پلورنځیو ته د اخیستونکو د شمېر کموالی او لوستلو سره د لېوالتیا کمښت، په تېرو څو کلونو کې د خلکو ترمنځ د کلتوري ودې او لوستلو په برخه کې یو نامناسب وضعیت رامنځته کړی.

د کابل یو اوسېدونکی هارون رسولي وايي چې د ځوانانو په منځ کې د کتابونو ارزښت ټیټ دی او انټرنټ ته د ځوان نسل لاسرسی په افغانستان کې د کتاب لوستلو کلتور کم کړی دی. کارپوهان پر دې باور دي چې دا کوچني ګامونه، خو اغېزمن کولای شي د مطالعې دود پیاوړ کړي.

شاعره او لیکواله شبانه نزهت وايي: «د ځوانانو لپاره د لوستلو د اهمیت په اړه د ورکشاپونو جوړول، په تعلیمي مرکزونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړول، د ګټورو کتابونو معرفي کولو لپاره د رسنیو کارول، لیکوالان وهڅول شي چې د ځوانانو اړتیاوو لپاره کتابونه ولیکي او په عامه ځایونو کې د لوستلو لپاره مناسب ځای رامنځته کول خورا ګټور کیدای شي.»

په ۱۹۹۵ کال کې یونېسکو د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په توګه وټاکله، څو  دکتابونو او د لیکوالانو له حقونو درناوی او نمانڅنه شي.

د افغانستان فرهنګ د کتاب لوستلو دود په ګډون، له ډېرو کلونو راهیسې د جګړې، سیاسي بې‌ثباتۍ او بې‌وزلۍ تر سیوري لاندې و، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو بې‌وزلي لاهم د دې خاورې کلتور او خلک ځپي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام