Asset 1SWN

د سیمې د تماس ډلې دویمه غونډه د ا.ا د استازي له ګډون پرته په تهران کې جوړه شوه

20725799_0_120_1280_840_1920x0_80_0_0_ffbc331014ca588a7a1c7e4aad7c6c34

د افغانستان لپاره د سیمې د تماس ډلې دویمه غونډه د شنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازیو په ګډون د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست او د دغه وزارت د سوېلي اسیا د چارو عمومي رییس سیدرسول موسوي په دې غونډه کې ویلي، دا غونډه د سیمه‌ییزو همکاریو او ادغام په رڼا کې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره یو پیغام دی.

هغه د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علي باقري له قوله یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي د شنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي چې ا.ا سره له دې چې د افغانستان لپاره د سیمې د تماس ډلې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو ګډون په‌کې نه کوي. د هغه په وینا، د افغانستان په اړه غونډې باید د منل شویو مېکانیزمونو پر بنسټ جوړې شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي وايي، د ا.ا د استازي له ګډون پرته د دا ډول غونډو جوړېدل به کومه پایله ونه لري.

نوموړی زیاتوي: «د سیمې د تماس ډلې غونډه د افغانستان اړوند ده او له افغانستان سره په ګډه یې باید جوړه کړي؛ د افغانستان موضوعات مهم دي او باید کار پرې وشي. دا چې د تماس ډله ایران جوړه کړه، خو د افغانستان استازی په‌کې نشته، بې‌پایلې ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې تېر کال د افغانستان لپاره د سیمې د تماس ډلې لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوې وه او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ځانګړو استازیو په‌کې برخه اخيستې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام