د بامیان لوړو غرونو په لمن کې داسې ځوانان ژوند کوي چې په پوره انګېزې او خلاقیت سره هڅه کوي چې دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي.

سیلانیانو ته له لارښوونې نیولې، ټولنیزو شبکو کې د بامیان د زړه‌راښکونکو سیمو تر معرفي کولو پورې، دوی د دغه صنعت په پرمختګ کې مهم رول لري.

بامیان چې بېسارې تاریخي او طبیعي ښکلاوې لري، کلونو راهیسې یې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه‌توب کړی. ځوانان د دغه صنعت معرفي کولو او ملاتړ کې فعاله رول لوبوي.

زمان علي ادیب هغه ځوان دی چې ټولنیزو شبکو کې یې د یوې پاڼې په جوړولو سره، د بامیان تاریخي سیمې او طبیعت نورو ته معرفي کوي. دی وايي: «هر کار چې مونږ پیل‌ وو، لومړی باید یو پلان ولرو. دوهم د کار انګېزه باید ولرو، ځکه چې که هڅونه او انګېزه نه وي، نو بریالیتوب به ستونزمن وي. خلاقیت د هر کار یوه مهمه برخه ده، هغه هم د رسنیو په متنوع محتوا کې. په ایډیا ورکولو او پلان جوړونې سره کولی شو، اغېزمن او ښه کار ولرو.»

ښاغلی ادیب بامیان کې د خلکو او دولتي ادارو د همکارۍ یادونه هم کوي او زیاتوي: «د بامیان خلک سیلانیانو سره ډېره علاقه لري. په ځانګړي توګه هغه مهال کله چې پوه شي چې د یوه پروګرام له لوري یې سیمه معرفي کیږي. دوی له موږ سره نږدې همکاري کوي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په ډېری مواردو کې همکاري کړې ده.»

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی متخصص او د ګرځندوی برخې کارپوه عبدالحکیم صفا وايي، هغه له یوه کال راهیسې په مستقیم ډول د ګرځندوی په برخه کې کار کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«شاوخوا یو کال کیږي چې موږ په مستقیم ډول د ګرځندوی سکتور ته وارد شوي یو. له نېکه‌مرغه په دې لنډه موده کې په دغه امریت کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.»

ښاغلی صفا د ګرځندوی په صنعت کې د خلاقیت رول په اړه وايي: «موږ ډېر داسې ځوانان لرو چې ښه خلاقیت لري. له خپلو وړتیاوو په ځانګړې توګه د ژبې زده‌کړې کې او د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو په لارښوونه کې مهم رول لوبوي. دا پخپله زموږ په کار کې خلاقیت ښکارندويي کوي.»

د ګلاافروز غفوري په نوم د بند امیر سیمې یوه نجلۍ، د محلي سفرونو په تنظیمولو سره، د تاریخي او فرهنګي ځایونو معرفي کولو په برخه کې کورنیو سیلانیانو ته خدمات وړاندې کوي.

میرمن غفوري وايي: «په ګرځندوی کې د ښځو ونډه باید له پامه ونه غورځول شي. ګرځندوی زموږ لپاره یوازې عاید نه‌دی. دا زموږ هویت دی. کله چې سیلانیان راځي، زموږ کلتور لیدل کیږي. ځوانان له ډېرو ننګونو سره مخ دي؛ د ګرځندوی په برخه کې د زده‌کړو نه‌شتوالی، د سیمه‌ییزو بازارونو نه‌شتون، د اداري ملاتړ نه‌شوالی او کمزورې زیربنا هغه ستونزې دي چې زه مونږ ورسره مخ یو خو بیا هم زه ویاړم چې په خپل کار سره نورو ته بامیان معرفي کوم.»

خو، د بامیان د نوربند کلا هوټل مدیر عبدالله سعادت په دې برخه کې د خپلې کاري تجربې او ننګونو په اړه خبرې کوي.

هغه چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په رسمي ډول د دې هوټل مدیریت په غاړه اخیستی وايي: «په دې هوټل کې د کار پیلولو دمخه، ما بېلا بېلو ادارو سره د کار کولو تجربه درلوده او د یو څه مودې لپاره په دې هوټل کې میلمه وم. په هغه وخت کې ما یو ځانګړی احساس درلود. له مختلفو خلکو او کلتورونو سره په چاپیریال کې کار کولو له امله مې دې مسلک سره لیوالتیا پیدا کړه. په داسې چاپیریال کې کار کول د انسان د پوهاوي کچه لوړوي.»

خو دې لاره کې یو لړ ننګونې هم شته، دغه ننګونې دې وروستیو کلونو کې ډېرې محسوسیږي. عبدالله د دغو ننګونو په اړه داسې وايي:

«یوه له دغو ننګونو څخه د داخلي ادارو او سیلانیانو د حضور کموالی دی، په ځانګړې توګه د بندامیر په تړل کېدو سره، د مېلمنو شمېء تقریبا صفر ته رسیدلی. دا وضعیت د هوټلونو په عاید منفي اغیزه لري، ځکه چې میاشتني لګښتونه، د کارمندانو معاشونه او نور لګښتونه په خپل حال پاتې دي.»

دې سره، د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مصطفی صالح وايي، دغه ریاست د ګرندوی صنعت د ودې په برخه کې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

«موږ د سیمینارونو، د پوهاوي پروګرامونو او کلیو کې د ځوانانو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ مهارتونو ور زده‌کولو په شمول د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره پلانونه لرو. له دې پروګرامونو څخه موخه د ګرځندوی په برخه کې د هغوی د پوهې کچې لوړول او د دوی د رول پیاوړي کول دي.»

په بامیان کې د ګرځندوی په وده کې د ځوانانو رول نه یوازې یوه اړتیا ده، بلکې د دې ولایت د دوامداره پرمختګ لپاره یو ښه فرصت هم دی.

ځوانان د انګېزې، وړتیا، زده‌کړو او خلاقیت له لارې کولی شي د بامیان د ګرځندوی صنعت کې یو بدلون رامنځ ته کړي.

که چیرې د مسوولو ادارو لخوا د اړینو شرایطو او ملاتړ زمینه برابره شي، دغه نسل کولی شي په مسلکي توګه د بامیان تاریخي او طبیعي میراث نړۍ ته معرفي کړي او په ورته وخت کې د کارموندنې او اقتصادي پراختیا لپاره فرصتونه برابر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام