لاسي صنایع او د کورنیو خوراکي محصولاتو تولید، د افغان د ښځو له پخوانیو مهارتونو څخه شمېرل کېږي. له اوږدې مودې راهیسې ګڼو افغان ښځو د همدې لارې له عاید څخه خپل ژوند پرمخ وړلو او د خپلو کورنیو د عاید سرچینه یې برابره کړې؛ خو د کارګرانو او ښځو د ملاتړ ځانګړو ادارو کې د ثبت او راجستر کېدو په اړه د کافي پوهاوي نشتون لامل شوی چې ډېری دغه ښځې د یادو ادارو د ثبت له قانوني امتیازونو او ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې شي.

سلام وطندار په دې راپور کې له ۱۹ هغو ښځو سره مرکې کړي چې د کورني اقتصاد برخه جوړوي او د مرۍ‌اوبدلو، خیاطي، د جامو ګنډلو، حکاکۍ، څرمن‌ګنډلو او نورو لاسي صنایعو د تولید او همدارنګه د کورنیو خوړو چمتو کولو په برخو کې فعالیت کوي.

د دغو مرکو پایلې ښيي ډېری دغه ښځې د دې لپاره چې د رسمي کارګرانو په توګه نه پېژندل کېږي، له ملاتړو تعلیمي او مالي پروګرامونو، نندارتونونو کې له ګډون، منظم کاري بازار ته له لاسرسي او اقتصادي خوندیتوب څخه محرومې دي.

دغه ښځې وايي، سره له دې چې سخت او اوږدمهاله کار کوي، بیا هم نه شي کولی د خپل ځان او د خپلو کورنیو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د کابل اوسېدونکې ۱۸ کلنه زحل هغه نجلۍ ده چې له زده‌کړو پاتې شوې او د لاسي صنایعو د تولید له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

هغه وايي چې د ډېرو هڅو او زحمتونو سره سره، لا هم نه شي کولی د خپلې کورنۍ بنسټیز لګښتونه پوره کړي.

«زه د مرۍ اوبدلو، دستکول‌ جوړولو او نور لاسي صنایع تولیدوم، خو ثبت نه‌یو. له مالي پلوه هېڅ ډول ملاتړ نشته. دا کار یوازې ځکه کوو چې بله دنده نه‌لرو؛ نه داسې څوک شته چې موږ سره مرسته وکړي او نه هم کوم ځای شته چې خپل تولیدات پکې وپلورو. ټول لګښتونه له خپلې بودجې ورکوو او دا زموږ لپاره ستونزې جوړوي، ځکه ځینې وختونه نه شو کولی هغه وسایل واخلو او لګښتونه پوره کړو چې پرې مصرف کوو.»

د پروان اوسېدونکې ۱۷ کلنه عارفه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورنیو خوړو په پخلي او تولید بوخته ده، وايي چې د رسمي کارګرې په توګه نه پېژندل کېدل لامل شوي چې د خپلې کاري راتلونکې انځور نامعلوم او مبهم وویني.

«تر اوسه دا کار نه‌دی شوی، خو ډېره اړتیا ده. هر څوک چې غواړي پرمختګ وکړي، باید نندارتونونو ته ولاړ شي او د دې لپاره ثبتېدل اړین دي. د نجونو لپاره اوسني شرایط یو څه سخت دي. موږ هڅه کوو، خو باید ملاتړ مو هم وشي. زموږ لیدلوری او د هغه کار په اړه چې کوو یې، روښانه نه دی. هر نندارتون ته چې ځو، له موږ څخه ډېرې پیسې غواړي؛ که عاید نه‌وي، ګډون کول زموږ لپاره ډېر سخت وي.»

د لغمان اوسېدونکې ۳۶ کلنه سونیا چې له شپږو کلونو راهیسې د خیاطۍ له لارې د خپل ژوند لګښتونه برابروي. هغه وايي د دې لپاره چې کار یې رسمي نه دی، نه‌ده توانېدلې د خپلو تولیداتو لپاره ډېر پېرېدونکي پیدا کړي.

«شپږ کاله کېږي چې خیاطي او د مرۍ ګنډلو کار کوم. دا کار ډېر له ستونزو ډک دی، ځکه موږ نه شو کولی ډېر پېرېدونکي ومومو. په کور کې کار کوو، اړتیا ده چې پېرېدونکي پیدا کړو او خپل محصولات وپلورو.»

دغه ښځې همدارنګه وايي چې د حکومت له لوري د ملاتړ نشتون سره یو ځای سخت او اوږدمهاله کار، د هغوی پر ژوند او کار پراخ منفي اغېز کړی.

دوی زیاتوي، که حکومت او بنسټونه یې ملاتړ ‌وکړي، نو نه یوازې د کورنیو اقتصاد به پیاوړی کړي، بلکې د سیمې او ملي اقتصاد په وده او خوځښت کې به هم د پام وړ رول ولوبوي.

د کابل اوسېدونکې ۲۵ کلنه عاطفه او د پنجشیر اوسېدونکې ۲۸ کلنه مروارید هغه دوه نجونې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او د حکومت له لوري د خپلو کارونو او فعالیتونو د ملاتړ غوښتنه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغوی وايي: «زه د مرۍ‌ګنډلو کار کوم، نه، ثبت نه‌یم. که ثبت وی، ډېر به ښه شوي وو. دا چې دولت له موږ ښځو ملاتړ نه‌کوي، پر موږ یې منفي اغېز کړی. که موږ په رسمیت وپېژندل شو او له موږ سره همکاري وشي، کولی شو د یوه سړي په اندازه کار وکړو او اقتصاد ته وده ورکړو.»

«زه د اوبدلو کار کوم، لاسي صنایع دي او کورنۍ جامې ګنډم. خوشاله به شم که زموږ ملاتړ وشي. دا د دولت لپاره هم د ویاړ ځای دی چې د افغانستان ښځې د نارینه‌وو تر څنګ اوږه په اوږه کار کوي. باید ملاتړ ترې وشي، ځکه زه خپله هم د خپلې کورنۍ سرپرسته یم.»

اقتصادي کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالان د ملي او محلي اقتصاد په وده کې د ښځو پر رول ټینګار او وايي، حکومت کولی شي د مناسبو تګلارو په عملي کولو سره د دغو ښځو له کاروبارونو ملاتړ وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا په دې اړه وايي: «نورو هېوادونو کې کوچني او منځني کاروبارونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا نیمايي سلنه جوړوي، همدارنګه یې د کارموندنې زمینه برابره کړې او په هېوادونو کې یې اساسي رول لوبولی. حکومت کولی شي د زده‌کړو، مالي سرچینو او د خرڅلاو د بازار په برخه کې دا ډول کاروبارونه لاپیاوړي کړي.»

د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل هم په دې اړه زیاتوي: «هغه ښځې چې د خوراکي توکو د پروسس، د شیرینۍ جوړولو او د لاسي صنایعو په برخو کې فعالیت کوي، له ستونزو سره مخ دي؛ لکه د بیمې نشتون، قانوني ملاتړ ته نه لاسرسی، بازار ته محدود لاسرسی او د کاري خوندیتوب نشتوالی. د دوی هڅې له پامه غورځول کېږي. دولت او هغه بنسټونه چې د ښځو لپاره کار کوي، باید د برابرۍ اصل په پام کې ونیسي، پر زده‌کړو تمرکز وکړي او دا ښځې هغو ادارو ته ور وپېژني چې کوچني پورونه ورکوي، ترڅو وکولی شي په مستقیم ډول بازارونو ته لاسرسی ومومي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د کارګرو د اصنافو اتحادیې او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان که څه هم د هغو ښځو ملاتړ کوي چې د کورني اقتصاد برخه جوړوي، خو وايي چې په دولتي او غیردولتي بنسټونو کې د ثبت بهیر په اړه ناپوهي لامل شوې چې ډېری دا ښځې د ثبت له ګټو بې‌برخې پاتې شي.

د افغانستان د کارګرو د صنفي اتحادیې مشر راز محمد احمدي وايي: «د افغانستان د کارګرو د صنفي اتحادیې مرکزي شورا چې د هېواد په کچه د کارګرو د حقونو د دفاع لپاره کار کوي، تل د مسلکي او سوداګرو ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې مثبت نظرونه لرلي او په کنفرانسونو، تصویري او چاپي رسنیو کې یې په عملي ډول خپل ملاتړ اعلان کړی او له دې قشر څخه مو ملاتړ کړی دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله خدیجه محمدي هم په دې اړه زیاتوي:

«د ثبت په برخه کې ناپوهي لامل شوې چې ډېرې ښځې چې کار کوي، ډېر زحمتونه وباسي او ان ونه‌شي کولی د خپل کار لګښتونه او مصارف پوره کړي. معمولا ملاتړي بنسټونه د هغو ښځو ملاتړ کوي چې کارونه یې ثبت او رسمي وي او سوداګري یې روانه وي. موږ د خلکو شوراګانو او جوماتونو له لارې پوهاوی ورکوو، څو هغه څوک چې ښه کار کولی شي، ځان ثبت او راجستر کړي او د حمایوي پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي.»

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د کار او زده‌کړو د محدودیتونو له لګولو وروسته، افغانستان کې ښځې په اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو کمه ونډه لري.

راپورونه ښيي چې د نظام بدلون او پر ښځو د محدودیتونو زیاتوالي، نه یوازې د هېواد اقتصاد ته جدي زیان اړولی، بلکې د ښځو او نجونو پر هوساینې یې هم ژور منفي اغېز کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام