پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «بالاحصار» د بیارغونې په موخه د تخنیکي سروې د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې دي.
د پکتیا د ښار او کور جوړولو ریاست رییس عبیدالله رشاد وايي چې د ښار او کور جوړولو وزارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد بالاحصار د پاتې سروې چارې پیل کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د ګردېز بالاحصار ۸۰سلنه سروې د تېر حکومت پر مهال شوې وه چې اوس یې د پاتې سروې پیل او تر بشپړېدو وروسته به يې د رغونې لپاره هم هڅې وکړي.
نوموړي وویل: «د بالاحصار سروې کې د عمومي انجينري، مهندسي او د ډيزاين کارونه يې پخوا خلاص شوي و. اوس فقط سروې کې دوه يا درې برخې پاتي چې د برښنا او اوبو رسولو برخې دي، دا پاتې دي. نن دا تخنيکي کسان راغلي چې په دې برخو باندې کار وشي او سروې به تکميل شي.»
د ښار او کور جوړولو وزارت د تاريخي عابداتو د ساتنې او رغونې رياست مسوولان وايي، د ګردېز تاريخي بالاحصار تر څنګ به د هېواد په اتو زونونو کې راتلونکو پنځه کلونو پرمهال ټولې تاريخي سيمې او ځايونه په ماسټر پلان او نقشه کې راولي او د ساتنې ترڅنګ به يې رغونې لپاره هم کار وکړي.
د یاد وزارت د تاريخي ځايونو د رغونې او ساتنې رياست انجینیر محمدياسين هجرت وويل: «موږ د دې په خاطر چې د افغانستان د ټولو تاريخي عابدې او فرهنګي ميراثونه د نقشې مخې ته راوړو، موږ په اته زونونو تقسيم کړي چې يو له دې زونونو څخه پکتيا ده. موږ هغه ستراتيژيک پلان چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يې لرو. بايد ټول تاريخي ځايونه او فرهنګي ميراثونه په ماسټر پلان کې شامل کړو چې حفاظت او ساتنه يې وکړو.»
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي چې د بالاحصار د پاتې سروې له بشپړېدو وروسته به د اړوند وزارت او نورو موسسو او بنسټونو په مرسته د بالاحصار رغونې لپاره هڅه وکړي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عقلخان وهاج وويل چې بالاحصار زرګونه کاله تاريخي قدامت لري چې د سیمې په کچه د جنګي کلاګانو په ډله کې درېیم او د تاريخي عابدو په ډله کې اووم ځای لري.
هغه وویل: «د ګردېز بالاحصار د نړۍ په کچه د عجايبو په قطار کې اووم ځای لري. د جنګي کلاګانو په حيث دا درېیم مقام لري، نو د پکتيا تاريخي بالاحصار ډېر تاريخي قدامت لري.»
د تېر حکومت پر مهال د ګردېز بالاحصار د جوړېدو ژمنې شوې وې، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې د رغونې چارې پیل نهشوې او د نهپاملرنې له امله یې ډېرې برخې ویجاړې او زیانمنې شوې دي.