د هلمند په سنګین، نهرسراج او مارجې ولسوالیو کې د یوې موسسې له لوري ۱۳۴ هغو کورنیو ته د کورونو رغولو بهیر پیل شو چې د تېرو خونړیو جګړو او طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او د بیارغولو توان یې نه‌لري.

د هلمند ځايي مسوولان وايي، دغه کورونه د (ډي ایچ اېس اې) موسسې له لوري هغو مستحقو کورنیو ته جوړېږي چې د جګړو او طبیعي پېښو لکه سیلابونو، زلزلو او درنو واورو له امله یې استوګنځایونه یا په بشپړه توګه له‌منځه تللي او یا هم سخت زیانمن شوي.

د مسوولانو په وینا، یادې موسسې د مرستو د وېش پر مهال هغه کورنۍ په نښه کړي چې بېوزله دي او د خپلو کورونو د بیارغولو توان نه‌لري.

د (ډي ایچ اېس اې) موسسې ولایتي مسوول عبدالمقیم فیضي سلام‌وطندار ته وویل، په دغو دریو ولسوالیو کې ټول ۱۳۴ کورونه تر پوښښ لاندې دي چې له دې ډلې ۳۷ کورونه له سره جوړېږي او ۹۷ نور بیارغول کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې معلولان دي او یا هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

«هغه ۳۷ کورونه له پیل څخه جوړېږي چې هر کور ته ۲ زره ۳ امریکایي ډالر ورکول کېږي او د ترمیم په برخه کې هر کور ته ۵۵۰ امریکایي ډالر ځانګړي شوي. د دغې پروژې ټول لګښت ۱۲۷ زره ۶ سوه ۶۱ امریکایي ډالر دی چې د ۵ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.»

نوموړي زیاته کړه چې دغه مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د جګړو او یا هم د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وي.

«دا پیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د زلزلې، سیلابونو او یا هم د سختو واورو پر مهال یې کورونه په بشپړه توګه نړیدلي او یا هم تخریب شوي وي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال، د نهرسراج ولسوالي د قریه‌جاتو مدیر مولوي غلامحمد شریف وایي، د تېرو جګړو پرمهال د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې په لوی شمېر د خلکو کورونه ویجاړ شوي.

د نوموړي په وینا، د همدې موسسې په همکارۍ دامهال په نهرسراج ولسوالي کې ۲۷ کورونه جوړېږي چې دا به د هغو خلکو لپاره ډېر ګټور تمام شي چې پخوا یې د کور د رغولو توان نه‌درلود.

«د دې ولسوالۍ اوسېدونکي زیات بېوزله دي او د جګړو پر مهال په لوی شمېر د خلکو کورونه ونړیدل، نو زموږ له نورو موسسو څخه هم غوښتنه دا ده چې په دې ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې ورته خدمات ترسره کړي، او موږ مسوولین له دوی سره بشپړه همکاري کوو.»

اخوا، هغه کورنۍ چې کورونه ورته رغول کېږي خوښي څرګندوي او وایي، د جګړو او طبیعي پېښو له امله یې کورونه یا په بشپړه توګه نړیدلي وو او یا هم سخت تخریب شوي وو چې دوی یې د بیارغولو توان نه‌درلود.

زیانمن شوو کسانو عبدالسلام او سید عبدالولي وویل: «زموږ کور سخت تخریب شوی وو، کړکۍ او دروازې یې نه‌لرلې، موسسې موږ سره مرسته وکړه او خپل کور مو جوړ کړ. زموږ غوښتنه دا ده چې دغه مرستې نورې هم دوام ومومي.»

«موسسې زموږ کور راته جوړ کړ، موږ ډېر خوشحاله یو، د تېر حکومت پرمهال زما کور په بشپړه توګه نړیدلی و.»

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي غوښتنه کړې وه چې د تېرو جګړو او سېلابونو پرمهال یې کورونه نړېدلي او د بیرته جوړولو وس یې نه‌لري.

دوی له حکومت او مرستندویه سازمانونو څخه عادي ژوند د بېرته راګرځېدو لپاره د همکارۍ غوښتنه کوله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام