د هرات مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ډوډۍ بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د ښاروالي ویاند عبدالهادي نوري سلاموطندار ته ویلي چې نن (د چنګاښ ۲۶مه، د سهشنبې ورځ) یې د هرات نانوایيګانو ته نوې نرخنامې ورکړي چې له مخې یې، د یوې ډوډۍ بیه چې ۲۶۰ ګرامه وزن لري، له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.
نوموړی په نانواييګانو کې د روغتیايي ټکو پر په پام کې نیولو او پاکوالي ټینګار کوي او وايي، نانواييګانې باید د اوړو تللو پر مهال نه یوازې د هغو پاکوالي ته پام وکړي، بلکې برښنايي ترازوګانې دې وکاروي.