کابل کې د نور د سترګو روغتون مسوولان وايي، سږکال دغه روغتون ته ۷۳ زره او ۴۸۲ هغو ناروغانو چې سترګې یې کمزورې وې مراجعه کړې، داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۲زره او ۲۷۳ ته رسېده.

د نور روغتون د راجستر برخې مسووله ډاکتر سویتا ابراهیمي سلام‌وطندار ته وایي، د تېرکال په پرتله د سترګو کمزوري ناروغانو شمېر د پام وړ او څو برابره ډېر شوی.

هغې وویل، له یادو ناروغانو څخه ۴زره او ۹۰۱ یو بستري یا عملیاتي دي او په ټوله کې د ۳ زره او ۸۰۵ ناروغانو درملنه یې کړې.

«نور روغتون ته سږکال ۷۳ زره او ۴۸۲ ناروغان راغلي چې له دې مجموعې څخه ۴ زره او ۹۰۱ بستري یا عملیاتي دي. ۳ زره او ۸۰۵ ناروغان چې درملنه یې شوې رخصت شوي، دا شمېر د تېرکال پرتله زیاد دی. تېر کال نور روغتون ته ۱۲زره او ۲۷۳ ناروغانو مراجعه کړې وه چې ۷ زره او ۹۸۶ عملیاتي وو. ۷ زره او ۹۱۹ ناروغانو درملنه شوې وه.»

ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې د سترګو کمزوري ناروغي لري او یا یې خپلوان په دغه ناروغۍ اخته دي وايي، په دې برخه کې پوره خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د هلمند د لښکرګار ښار اوسېدونکې نفس‌ګل هغه مور ده چې دوه لورګانې یې د سترګو کمزوري لري.

هغې چې خپل ماشومان د غوره د درملنې لپاره د کابل نور روغتون ته راوستي وايي، د خپلو لورګانو د سترګو د درملنې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې.

«چې دواړه د ۹ میاشتو وې، سترګو یې ګل وکړ، داسې شوې. بیا مې لښکرګاه روغتون ته بوتلې. ډاکترانو ځواب راکړ چې دا کابل ته بوځي. درس هم نه‌شي ویلی، لوبې کوي نو چې پرمخه یې هرڅه راغلل ورباندې ولویږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نذیر چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکی دی، د کوچني ورور دواړه سترګې یې کمزورې دي او د درملنې لپاره یې نور روغتون ته راوستی.

دی شکایت کوي چې د سترګو کمزوري ناروغانو د درملنې خدمات لوړ لګښت لري او ډېری کورنۍ یې د ورکولو وس نه‌لري.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دغه برخه کې بې وسه کورنيو سره مرسته او روغتیايي خدمات ډېر کړي.

«تصمیم مو ونیوه چې دلته یې نور روغتون کې عملیات کړو، ښوونځۍ کې به ټولګيوالو پرې ملنډې وهلې. له دولت څخه مو هیله ده چې لښګتونه کم کړي، ځکه ډېری کورنۍ یې وس نلري، دلته مو د دوو سترګو عملیات په ۸زره افغانۍ ترسره کړل. هغه خلک چې ولایتونو کې ژوند کوي، کابل ته نه‌شي راتلی، باید ورته دولتي روغتونونه جوړ شي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امېرخېل وايي، هڅه کوي چې د سترګو کمزوري ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه ډېر کړي.

هغه وویل چې ولایتونو کې یې ګرځنده ټیمونه ګمارلي، څو دغه برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

«اسلامي امارت هڅه کوي چې هغو ناروغانو ته بیلابیل خدمات وړاندې کړي چې د سترګو ستونزې لري. زموږ د خدماتو ډولونه بېلابېل دي چې په مرکز کابل کې تخصصي روغتون لرو او په ولایاتو کې هم ځانګړي وارډونه جوړ شوي چې د سترګو ناروغانو لپاره فري خدمات وړاندې کوي. هغه ولایتونه چې روغتونونو ته لاسرسی نلري، هغوی لپاره مو سیار ټیمونه جوړ کړي، څو هغه ناروغان چې د سترګو ستونزې لري، درملنه يې وکړي. په ټول هېواد کې ۱۵۰ د سترګو متخصصان شتون لري.»

روغتیاپالان وايي چې انسانانو په ځانګړې توګه ماشومانو کې د سترګو کمزوري ناروغي بېلابېل لاملونه لري چې ځينې یې ارثي دي.

د نور روغتون د سترګو متخصص ډاکتر ریاض الحق حمیدي په دې اړه وايي: «عموما موبایل او تلویزون سره د ماشومانو تماس د سترګو د کمزورۍ سبب کیږي، بل هغه ماشومان چې اپارتمانونو کې ژوند کوي، یا هغه اطاقونه چې فاصله درې متره وي، باید ورځ کې د یو څخه تر دوه ساعته بهر مصروف شي، ترڅو طبیعي رڼا څخه برخمن شي. هغه خواړه چې اومېګاتري لري، ورکړل شي، لکه هګۍ، ګازرې، پالک، ماهي، میوې او په ټوله کې سبزیجات ورکړل شي.»

د روغتیاپالانو په وینا، د سترګو کمزوري داسې یوه ناروغي ده چې د بېلابېلو په ځانګړې توګه د مور او پلار د ناسمې پاملرنې، کم‌عمر کې د ماشومانو له لوري د موبایل او کمپیوټر زیات استعمال او ځینو نورو لاملونو په دلیل رامنځته کیږي چې د ډېری ناروغانو درملنه کیږي، خو ځينې یې بیا د ژوند تر پایه همدې ستونزې سره ژوند تېروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام