مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې افغانستان ته پر یوولسو واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د اش او مکرونيو ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنه، د کچالو چپس ۵۰، د ودانیو د رنګ ۱۰ او د نیمه پراسېس شويو بوتلونو ۱۶ سلنه، د رول په ډول کاغذي دستمال ۱۰، د کارتن او موجلرونکو کوتیو ۴۰، د پایزارو ۱۰، د اوبو د کولرو هم ۱۰، د خاورینو لوښو له ۵ څخه ۱۶ سلنې ته، د الټونسا څښونکي پوډر ګمرکي تعرفه هم له ۱۰ څخه ۳۰ سلنې ته او دغه راز د درملو د اومه توکو تعرفه هم لوړه شوې ده.»
په همدې حال کې یوشمېر صنعتکارانو سلاموطندار ته ویلي چې پر ځینو وارداتي توکو د ګمرکي تعرفې په لوړولو سره به د کورنیو تولیداتو د پلور لپاره لاره هواره شي.
د مانا شرکت مسوول همایون مومند وایي، د وارداتي توکو د ګمرکي تعرفې لوړېدل به یې پر کاروبار ۳۰ سلنه مثبت اغېز وکړي. نوموړی زیاتوي: «زموږ پر کاروبار به ۳۰ سلنه مثبت اغېز وکړي. څه موده مخکې د دې لپاره چې کار نه و، ۴۵ کسان مو له شرکت څخه واېستل، خو په دغه کار سره موږ کولای شوو چې بېرته یاد کسان کار ته را وغواړو.»
د عابد عثمان د ودانیو رنګ شرکت مسوول عبدالحق وایي چې پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفې لوړېدل به په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار برابر کړي. نوموړی زیاتوي: «پر وارداتي توکو د تعرفې لوړول ګټه لري. له دې لارې وطني رنګونو ته هم بازار پیدا کېږي.»
بلهخوا یوشمېر کابل ښاریان وایي، د افغانستان یوشمېر تولیدي شرکتونه پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفې لوړېدو څخه ناوړه ګټه اخلي او په هېواد کې یې د کورنیو تولیداتي توکو بیه لوړه کړې ده. د کابل ښار اوسېدونکي تواب هارون او عبدالرحیم بختانی وايي:
«موږ تراوسه پر ځان بسیاینې ته نه یوو رسېدلي. کله چې تعرفه ولګول شي، په هېواد دننه بیې لوړېږي. تېر کال خلکو ویل چې افغانستان پر ځان بسیا شو؛ ځکه پر وارداتو یې تعرفه لوړه شوې او له هغه وروسته د هېواد په بازارونو کې د چرګانو د غوښې بیه هم لوړه شوه وه، هر څه چې ګورو، کیفیت یې په کور دننه او بهر کې توپیر لري.»
«د دې لپاره چې د تولیدي شرکتونو ګټې لوړې شي، بیا بیې لوړوي او موږ غواړو چې دغه موارد د اړوندو ادارو لهخوا کنټرول شي او نرخنامې ورته وټاکل شي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان بیا وایي چې په هېواد کې د تولیدي شرکتونو د فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي .د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام وایي: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو، څو له هغه څه نه چې په افغانستان کې تولیدېږي، ناوړه ګټه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم مالیې وزارت په بوریو کې د واردېدونکو وچو شیدو، د ودانیو رنګ، د پلاسټیکي یو وار مصرف لوښو، د غالیو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د ترېشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پختې پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې وه.