د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.
بلخي لیکلي چې دغه ناسته کې دواړو لوریو د سیاسي مسایلو ترڅنګ د بشردوستانه همکاریو او د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې او بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دې کتنه کې ټينګار شوی، څو د مثبتو ګامونو په اخیستلو سره د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل رامنځته شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
جاپان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د افغانستان اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري.