د افغانستان د اسلامي امارت ویاند انعامالله سمنګاني له نشهیي توکو سره د مبارزې د ځانګړې محکمې د جوړېدو خبر ورکړ.
سمنګاني په خپل ټویټړ پاڼه کې لیکلي چې د هېواد سترې محکمې د نشه یي توکو اړوند موضوعاتو حل لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې ده.
سمنګاني ویلي چې د دې محکمې په ترکیب کې درې کسان دي. د هغه په وينا، مولوي خانمحمد د قاضي، مفتي عبدالله تایب د مفتي او مولوي الفت د محکمې د محرر په توګه ټاکل شوي دي.
اسلامي امارت داسې مهال له نشهيي توکو سره د مبارزې د ځانګړې محکمې د جوړېدو خبر ورکوي چې اوس هم په یو ځینو ولایتونو کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق مخ په ډېرېدو دی.