د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې هغه ځای ته راغلي یوو چې ارامه فضا لري او د کتابونو او تازه جوړې شوې قهوې بوی په‌کې احساسېږي.

د عرفان په نوم کتاب‌ځای؛ د کتاب مینوالو لپاره ارامه فضا رامنځته کړې او هغه ځای دی چې د کتاب لوستلو فرهنګ یې ژوندی ساتلی دی.

د پسرلي په یوه ورځ، یوشمېر ځوانان په هغه پروګرام کې سره راټول شوي چې د لیکوال او د داستاني ادبیاتو استاد ډاکټر سیدمرتضی شاه‌ترابي د هرکلي لپاره جوړ شوی دی.

ډاکټر سیدمرتضی شاه‌ترابي له ۱۸ کلونو وروسته له ایرانه افغانستان ته راستون شوی؛ له همدې امله د عرفان په نوم کتاب‌ځای د هغه د هرکلي لپاره یو پروګرام جوړ کړی.

دغه پروګرام کې ترابي د داستاني کیسو لیکلو په اړه وايي: «چېرته چې رښتېنې نړۍ کوچنۍ کېږي؛ رښتېنې نړۍ لویېږي او زه کولای شم خپل تخیل د قلم پر کلیمه استوار کړم، خپلو نسلونو ته یې، روایت کړم.»

د کتاب‌ځای په اړه شوې څېړنې ښیي چې کتاب‌ځایونو د فرهنګي او ادبي غونډو په جوړولو کې مهم رول لوبولی. یوشمېر هغه فعاله ځوانان چې د کتاب له مطالعې سره مینه لري، په هر ښار کې د کتاب‌ځای شتون یوه اړتیا ګڼي او زیاتوي چې دغه ځای د کتاب لوستلو لپاره زمینه برابروي.

یوه ګډونوال کاظم نویسا وویل: «معمولا، کافې د ستړیا کمولو او تفریح ​​لپاره کارول کېږي. خو له دې تفرېح هم باید د تفرېح او یوه ګټور فعالیت په توګه کار واخلوو. د تفریح ​​ځایونو ته د تګ پر ځای باید د کافې-کتاب ته مراجعه وکړو.»

کتاب‌ځایونو له تېرو وختونو راهیسې د افکارو په رسولو کې رغنده رول لوبولی او د وخت په تېرېدو سره فرهنګ‌پالان، لیکوالان، شاعران او پوهان هم په تدریجي ډول کتاب‌ځایونو سره یو ځای شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د عرفان خپرندویه موسسې د اداري څانګې مسوول علي افتخاري د افکارو په وده او غوړېدو کې د کتاب‌ځای د رول په اړه داسې وايي: «کافو له پخوا راهیسې د انسانانو فکر کولو او راټولولو لپاره مهم رول لري. د بېلګې په توګه د داداییسم، سوریالیسم، رمانتسیم او اګزیستانسیالیسم ته اشاره ورکړو چې د فرانسې، المان، سویس او انګلستان کافو کې له بحث او خبرو وروسته رامنځته شول. د فرانسې کافو د فکر جوړولو کې مهم رول درلود، ولې؟ ځکه د ادبي کوت‌نیوونکو او پوهانو د راټولېدو ځای وو.»

کتابونه او کتاب‌ځایونه ژوره اړیکه لري. ډیری فرهنګ‌پالان دغه اړیکه مستقیمه بولي او وايي چې دا دوه پدیدې یو د عمل‌کوونکي او بل د سرعت ورکوونکي په توګه رول لوبوي.

افتخاري په دې اړه زیاتوي: «کافو کې ادبي فکر رامنځته کېږي او کتابونه د دې فکر انعکاس کوي. نو د کافې او کتاب اړیکه په یوه ډول مستقیمه ده.»

کتاب‌ځایونه له لرغونو وختونو راهیسې د نخبګانو او فرهنګي او ادبي ټولنو لپاره د راټولیدو ځایونه دي او د نخبګانو ترمنځ یې د خبرو اترو او معلوماتو تبادله زیاته کړې چې دا له ښې محتوا سره د کتابونو لیکلو لامل هم شوی دی.

علي افتخاري د عرفان خپرندوی موسسې اداري مسوول علي افتخاري وویل: «هدف او انګېزه مو د ټولنې فرهنګي او ادبي قشر ته خدمت دی. البته د اسلام دین او فرهنګي لارښوونو سره سم.»

کتاب‌ځای چې د سولې او ارامتیا سمبول دی، کولی شي د خلکو ذهني افکارو ته وده ورکړي.

د عرفان کتاب‌ځای خلکو ته د کتاب لوستلو زمینې برابرولو سربیره، هره اونۍ د هنري پروګرامونو، د کیسې او شعر لیکلو، او د هنري اثارو معرفي کولو پروګرامونو کوربه توب هم کوي؛ هغه څه چې کتاب‌ځای سره د خلکو لېوالتیا زیاتوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام