Asset 1SWN

سبا په هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو پیلېږي

پولیو-qndalaufceyxi8fd6rtl3cj728qnr2nyyvve6cm7ig

په روان ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو د یک‌شنبې ورځ په هرات ولایت کې پرانېستل شو. د هرات د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو څانګې مسوول همایون فیضي وايي، په دغه پړاو کې چې سبا دوشنبه په رسمي ډول په دغه ولایت کې پیلېږي، تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۳۹۱ زره او ۸۰۸ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د هغه په وینا، د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین یاد کمپاین د هرات په مرکز او انجیل او شینډ‌نډ ولسوالیو کې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د هرات د والي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په پرانېست‌غونډه کې ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د واکسیناتورانو لپاره د واکسین ورکولو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او حکومتي مسوولان هم په دې برخه کې اړین اقدامات کوي.

هغه زیاتوي: «موږ له ټولو خلکو، له پلرونو او میندو څخه غوښتنه کوو چې خپلو بچیانو ته

واکسین ورکري؛ دا د دوی د روغتیا لپاره ډېره اړینه ده. له امنیتی اړخه کومه ستونزه نشته؛ واکسیناتوران او ټول پرسونل کولای شي چې په خلاص لاس باندې ټولو سیمو ته ورشي او ماشومانو ته واکسین ورکړي.

چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې له ګوزڼ ناروغي څخه د خلاص افغانستان لپاره خپله ونډه واخلي او خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړي.

په همدې حال کې د هرات یوشمېر اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې ولسوالیو، په ځانګړې توګه د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. د هرات اوسېدونکو احمدسهیل او سودابې سلام‌وطندار ته ویلي:

«د ګوزڼ ضد واکسین پروګرام ډېر ښه پروګرام دی؛ زه له ټولو کورنیو غوښتنه کوم چې په دې پروسه کې له روغتیايي مسوولانو سره همکاري وکړي، څو په هرات کې یې د کومې مثبتې پېښې د ثبت شاهدان ونه اوسو.»

«ګوزڼ یوه ناروغي ده چې درملنه نه لري؛ که یې مخه ونه نیسو، درملنه یې نه کېږي. نو ټولې کورنۍ باید مسوولیت ومني او بې‌غوري ونه کړي. ځینې کورنۍ چې واکسیناتوران ورشي، ورته وايي چې ماشوم ویده دی یا مېلمه لرو او زر نورې پلمې کوي. نه پوهېږي چې دغه واکسین د ماشومانو لپاره څومره ګټور دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین داسې مهال په هرات کې پیلېږي چې د دغه کمپاین په تېر پړاو کې له پنځه کلنۍ کم‌عمره څه باندې ۷۵۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی.

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو عملیاتي مرکز د شمېرو پر بنسټ، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په کندهار، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام