میرضیایف: نړۍ افغانستان هېر کړی

د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شنبې په ورځ د اذربایجان په شوشای ښار کې د ترک سازمان د غړیو هېوادونو یا OTC په نارسمي غونډه کې اندېښنه ښودلې چې افغانستان اوس د نړیوالو له پامه غورځېدلی دی. میرضیایف د افغانستان مسله مهمه بللې او د ترک سازمان د غړیو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو یې غوښتي چې په خپلو ټولو نړیوالو بحثونو کې یې یاده او په پام کې ونیسي.

سبا په هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو پیلېږي

په روان ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو د یکشنبې ورځ په هرات ولایت کې پرانېستل شو.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو څانګې مسوول همایون فیضي وايي، په دغه پړاو کې چې سبا دوشنبه په رسمي ډول په دغه ولایت کې پیلېږي، تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۳۹۱ زره او ۸۰۸ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د کرنې وزارت د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پنځه‌کلن پلان جوړوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاد پلان کې د بې‌وزلۍ کچې راکمولو لپاره د کروندګرو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د بدیل کښت د پروژو پلي کول، د کوکنارو د کښت کمول او له منځه وړل او د کوکنارو بديل کښت ته د بزګرانو هڅول شامل دي.

د افغانستان بانک سبا پنځلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، هېواد کې د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا پنځلس میلیونه امریکايي ډالر د بولۍ له لارې لیلام کړي.
دغه بانک له نورو بانکونو او د پولي خدمتونو او صرافۍ شرکتونو څخه غوښتي چې په دې بولۍ کې ګډون وکړي.

ا.ا: هیله‌مند یوو د ایران د نوي حکومت په جوړېدو به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کېدو له کبله د هغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ورکړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته پر اېکس لیکلي چې ا.ا هیله‌مند دی چې په ایران کې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

د ا.ا مشر هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټاکلی

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي چې د ا.ا د مشر هبت.‌الله اخوند.زاده د حکم له مخې، په یوه وزارت او څو ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
نوموړي پر اېکس لیکلي چې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او د افغانې سرې میاشتې ټولنې مخکینی مرستیال نورالدین ترابي د پېښو پر ړاندې د مبارزې ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.