Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې ځمک‌ښویېدنې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل کړي

بدخشان-1-qqd8japevtaywalbi803t32t9b1ft74sxvmwmwe748

د بدخشان په یمګان ولسوالي کې ځمکه ښویېدلې چې له کبله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمداکرم اکبري وايي، دا پېښه پرون (د چنګاښ اتمه، د جمعې ورځ) د یمګان ولسوالي په «وني» سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، په یمګان ولسوالي کې شپاړلس کورونه، یو ښوونځی او پنځه کیلومټره سړک د سېلابونو راوتلو له کبله هم ویجاړ شوي دي.

هغه زیاتوي چې په بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له سېلاب‌ځپلیو سره د مرستې په موخه خپلې ارزونې پیل کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېره اوونۍ هم د بدخشان په یمګان ولسوالي کې د سېلاب راوتلو له کبله یوشمېر کورنیو ته زیان اوښتی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام