د هېواد په کلیو کې ښځو تل د محلي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی. نن سبا هغوی نه یوازې کروندو کې د نارینهوو ترڅنګ اوږه په اوږه کار کوي، بلکې کرنیز محصولات پروسس کوي او په لومړنیو او دودیزو امکاناتو سره یې د کورنیو اقتصادي څرخ یې په ګرځېدو راوستی او د ځان بسیاینې په لور ګامونه پورته کوي.
شیرین یوه له دغو مېرمنو او د سمنګان ولایت اوسېدونکې ده او دامهال د کرنیزو محصولاتو په پروسس کولو بوخته ده.
شیرین وايي: «اچار، چکني او مربا جوړوم. له نیکهمرغه ډېر پېرېدونکي لرم، قیماق پنېر او کوچ جوړوم. چا چې هر سفارش را کړی وي، هغه ورته جوړوم.»
شیرین چې د دغو محصولاتو د پلور ل هلارې کوم عاید ترلاسه کوي نهیوازې چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې تامینوي، بلکې د محلي اقتصاد پر وده یې هم مثبت اغېز کړی.
هغه وايي: «درې کارګران لرم، د خپلې اته کسیزې کورنۍ اړتیاوې خپله پوره کوم، څلور غواګانې لرم، شیدې یې پلورم، هره اونۍ د شیدو پیسې اخلم، په هغو د غواګانو، خپل او د خپلې کورنۍ خرڅ پوره کوم. ځینې یې پسنداز کوم، هره شل کیلويي بوشکه شیدې سل افغانۍ ګټه لري.»
زرمینه محمدي د بغلان اوسېدونکې ده چې په خپلې پوهې توانېدلې یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړي. هغه د خپل کار داستان په اړه داسې وايي:
«لبنیات، چکني، اچار، قیماق، کوچ او نور شیان جوړوم. کار مې له کوره پیل کړ. یوازې یوه غوا مې درلوده. زوی مې یوه کوچنۍ غرفه درلوده، ما به مستې او قیماق جوړول او هغه به خپله غرفه کې پلورل. ورو ورو مو پېرېدونکي زیات شول، له یوې دوو کیلوګرامو مو پیل وکړ او اوس ۵۰ تر ۶۰ کیلوګرام ته رسیږي، پوه شوم چې کولی شم دغه کار ته دوام ورکړم.»
هغه وايي، سره له دې چې د کار په پیل کې یې د کور کلي خلکو منفي مفکوره ورکوله، خو اوس یو کوچنی دوکان لري او خپل فعالیت یې پراخ کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«له نیکهمرغه اوس مې کوچنی دوکان په لوی دوکان بدل شوی، ځکه پېرېدونکي مې ډېر دي، کله چې مې محصولات یو ځل وکاروي، بیا تل راځي او مونږ نه لبنیات اخلي. که دولت له مونږ ملاتړ وکړي، کولی شو د ډېرو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړو.»
زرمینه اوس هڅه کوي چې د مرخېړیو د کښت او پروسس لپاره هم زمینه برابره کړي.
«هیله منده یم چې ملاتړی پیدا کړم، ترڅو وکولی شم د مرخېړیو کښت لپاره مناسب ځای برابرکړم.»
خو د منظم بازار نهشتون او د حکومتي مسوولانو او ملاتړو بنسټونو نهپام، هغه ستونزې دي چې کلیوالې ښځې ورسره مخ دي.
د سمنګان ولایت اوسېدونکې ګلالۍ چې وچې میوې پروسس کوي او مربا تولیدوي وايي:
«هېڅ چا له ما ملاتړ نه دی کړی. ځینې خلک خیاطي کوي، مګر موږ یوازې پوهیږو چې څنګه مربا، چکني او اچار جوړ کړو. ما ان پخپله صابون جوړول زدهکړل، هیچا ماته نهدي زدهکړي او ما هیڅ ملاتړ نهدی ترلاسه کړی.»
اخوا، ځینې دوکانداران په معیاري توګه معیاري بستهبندۍ سیستم نهشتون، د ښځو د محصولاتو د پلور بازار کمرنګه کېدو لامل بولي.
د لبنیاتو پلورونکی جاوید وايي:
«که محصول معیاري وي، نو ښه پلورل کیږي. کوم لبنیات چې په فابریکو کې جوړ شوي پاک او منظم دي؛ خو هغه ښځې چې کورونو کې مستې جوړوي، خلک یې نه خوښوي، ځکه فکر کوي چې ککړې دي یا پاک لوښي کې ساتل شوي نه دي.»
دې سره، د اقتصادي مسایلو کارپوهان د کلیوالو ښځو فعالیت د کورنیو د اقتصاد اساس بولي او د هغوی پر ملاتړ ټینګار کوي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه طیبه ارشاد وايي:
«کله چې دولت یا یو کس د یوې مېرمنې ملاتړ وکړي، د کار لپاره ډېره انګېزه ترلاسه کوي. که شرکتونه هغوی ته وسایل اماده کړي، هم د محصولاتو کیفیت لوړیږي او هم یې ګټه ډېریږي. چې دا بیا د هېواد اقتصادي لپاره ګټور دی.»
ورته وخت کې د کرنیزو اتحادیو مسوولان هم کرنیزو محصولاتو کې د ښځو رول مهم بولي.
سمنګان کې د وچې میوې اتحادیو یو مسوول عبدالخالق مبارز سلاموطندار سره خبرو کې وویل:
«دغه مېرمنې کال کې له ۳ در څلور زره منه بادام پروسس کوي، له هر من څخه ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي او تل دغه برخه کې کار کوي.»
د یادونې ده چې که څه هم کلیوالې ښځې د امکاناتو نه شتون ترڅنګ کلونو راهیسې کروندو، د کرنیزو محصولاتو پروسس، بستهبندۍ او پلور برخه کې کار کوي.


