د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولانو نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي مجید مرتضايي قرارداد د ۲۰۲۵ کال ترپایه وغځاوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر وايي، مرتضايي تېرکال د افغانستان د فوټسال لوبډلې لپاره ښې‌لاسته راوړنې لرلي او په همدې دلیل یې، کار د یوه کال لپاره تمدید شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د مرتضی صاحب قرارداد د یو کال لپاره تمدید شوی او د دوی د پرمختګ او د دوی د روزنیز کمپ لپاره نور وړاندیزونه موږ ته راغلي او د فوټبال فدراسیون او بدني روزنې ریاست به یې، واک کې ورکوي، نړیوال جام کې د ځلېدو لپاره تللي وو او هر ډول وړاندیز یې، منل شوی.»

د افغانستان د فوټسال لوبډلې مشر روزونکی مجید مرتضايي وايي، دغه لوبډله به روان میلادي کال کې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، مراکش او د برازیل فوټسال سیالیو کې ګډون وکړي.

هغه وویل: «د برازیل ټورنمنټ لپاره همکاري غواړو او لوبې هم لرو اماراتو سره، مراکش سره ټورنمنټ لرو، کاپا سیالي د اوزبیکستان له‌خوا د لوبو وړاندیز شی او اوس د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي چمتووالی لري او له ۲۰۲۳کال تر ۲۰۲۴ سل لوبې مو لرلې.»

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګول‌ساتونکی محمدجواد صفري د هېواد د فوټسال لوبغاړو له وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د دغې لوبډلې ډېری لوبغاړي کارګر دي او اړتیا ده چې ورڅخه ملاتړ وشي.

نوموړي وویل: «فوټسال مشهوره لوبه ده او غوښتنه مو دا ده له نړیوالو بنسټونو چې فوټسال ته ځانګړی پام وکړي او دې لوبغاړو زیار اېستلی او ټول یې، کارګر دي او مرستو ته اړتیا لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېر میلادي کال د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې اتو غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه او د نړۍ په ۱۶ غوره لوبډلو کې یې ځای وموند.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام