د افغانستان بانک وايي چې سبا د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې څوارلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک له نورو بانکونو، د صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک ویلي، ګټونکي بانکونه او شرکتونه باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي او د ضمانت ټولې پیسې هم په یوه وار دغه بانک ته وسپاري.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان بانک د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه ډالر لیلاموي، بلکې تر دې وړاندې یې هم وخت‌ناوخت میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *