Asset 1SWN

د دفاع وزارت سرپرست د مخکیني حکومت جنرالانو سره لیدلي

Fn4Ji5DX0AMlzOs

د دفاع وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت چهارشنبه د سلواغې ۱۲مه د مخکیني حکومت له یو‌شمېر جنرالانو او چارواکو سره لیدلي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې دغه لیدنه کې د مخکیني حکومت ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان  احمدزي، تورن‌جنرال شعورګل، تورن‌جنرال نبي‌الله، برید‌جنرال فرید، ډګروال افندي او ځینو نورو جنرالانو او د قول‌اردو قومندانانو ګډون درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دفاع وزارت یاد کسانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، د اسلامي امارت هدف هېواد کې د امنیت ټينګښت دی. نوموړي ویلي: «اوس د دې وخت دی چې تېرو زخمونو ته پټۍ ورکړو، موږ باید تعصب ختم کړو او دغه تعصب ختمول اخلاص او مینې ته ضرورت لري.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د دفاع وزارت زیاته کړه چې د یاد وزارت سرپرست د مخکیني حکومت د جنرالانو او قومندانانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د هواري ژمنه یې ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام