د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او دوه ولسوالیو کې د ورستیو واورو اورښت له امله لس هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست رئیس مولوي فیض الله جلالي سلام وطندار راډیو ته وویل، د ورستیو واورو اورښت له امله په مرکز میدانښار، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې لس هستوګنیز کورونه نړیدلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه زیاته کړه، په یادو پېښو کې چاته د سر زیان نده اوښتی او له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره سروې ترسره شوې ده او ژر به په یادو کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې ووېشل شي.
جلالي زیاته کړه، په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې د ورستیو واورو له امله برف کوچونه راغلي دي چې له امله یې په یاده ولسوالۍ کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.
نوموړي په کورنیو او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې په میدان وردګ ولایت کې د ورستیو اورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا د ورستیو اورښتونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ هم له دولت او مرستندویه مؤسساتو غوښتنه کوې چې له دوي سره هر اړخیزې مرستې وکړي.


