ځينې د پلاستیکي او تکه‌يي ټوټو په وینځلو بوخت دي او ځینې هم ماشین ته ولاړ دي. هر یو یې ورکړل شوی کار کوي، څو پلاستیکي او د رخت یا تکې ټوټې په مالوچو بدلې کړي.

په مالوچو د کارول شویو او زړو پلاستیکي او رخت ټوټو بدلولو د بیاکارونې کارخونې مسوول عبدالجلیل جوشن وايي، دستګاه یې په ۸زره ډالره له چین څخه وارده کړې او هڅه کوي، نورو ته د کار برابرولو ترڅنګ، له کارول شویو څيزونو ګټه اخیستل دود کړي.

هغه وویل: «دا لومړی ماشین دی چې موږ په افغانستان کې غوښت، په هر ساعت کې له زرو کیلو زیات ټوکر په پخته بدلوي. په ټوله کې څو اړخیزه (څو کاره) دی. رښتیا خبره دا ده چې ما خپله ډېر لوی خطر قبول کړ. د کورنۍ ډېری غړي هم راضي نه‌وو. تر دې ځایه چې را رسېدلي یو، شاوخوا ۸زره ډالره مو مصرف کړي دي.»

کله چې عبدالجلیل جوشن له کارول شویو او زړو څيزونو د مالوچو جوړولو دستګاه را واردوي، ان په روښانه کول یې هم نه پوهېږي، خو اوس ورسره تر ۳۰ پورې کسان کار کوي.

د پلاستیک او تکې ټوټې له ینځل کېدو وروسته د بیا کارونې دغې دستګاه ته اچول کیږي او په مالوچو بدلیږي.

هغه وویل: «یوازینی څه چې موږ په کور کې درلودل، د مېرمنې یو نهه کرامه طلا وو. دا ډېر لوی چلینج و، ځکه هېڅوک د دې ماشین سره اشنا نه وو، نه یې چالانولی شو. باور وکړئ، د خدای په نوم، زما له سترګو اوښکې را روانې شوې.»

کوم ځوانان چې اوس د بیا کارونې په دغه کارخونه کې کار کوي، پخوا خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو لپاره د چاریکارو ښار په سړکونو کې د کثافاتو په راټولولو مصروفه وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغو ځوانانو ترڅنګ، یاده کارخونه کې یو شمېر ښځو ته هم د کار زمینه برابره شوې.

ښاغلي جوشن وویل، له زړو او کاره لوېدلو پلاستیکي او تکه‌يي ټوټو د مالوچو جوړولو کارخونې په فعاله‌ولو سره یې هڅه وکړه چې وښيي، له بې‌ارزښته څيزونو ارزښتناکه څه جوړ کړي.

هغه له حکومت او بنسټونو غواړي چې د کار پراخولو کې ورسره همکاري وکړي. «موږ ته کوچني پورونه پکار دي چې بې له سود څخه راکړل شي، ځکه زموږ سره بې‌وزله کونډې ښځې او هغه ماشومان کار کوي چې پخوا به یې کثافات ټولول. موږ لحاف تولیدوو. کله چې دولت له موږ سره قرارداد وکړي او زموږ لحافونه وپېري، موږ به بریالي شو او خپل کارکوونکي به لا زیات کړو.»

نن‌سبا په ډېرو هېوادونو کې په مهمو او ارزښتناکه توکو د کارول شویو څیزونو یا کثافاتو بدلول یو عام کار دی چې دغه برخه کې ډېره پانګونه هم شوې.

جوشن دې ته په اشارې چې ځوانان باید د خپلو اقتصادي فکرونو عملي کولو لپاره وېره ونه‌لري، د خپلې تجربې په اړه وايي: «موږ باید هېڅکله ناامیده نه‌شو، له خپلو شتو څخه ګټه واخلو. ځوانان هر یو خپل ځانګړي فکرونه لري. هماغه فکر چې په ذهن کې لري، که په ټولنه کې یې عملي کړي، ان‌شاءالله بریالي کېږي.»

که څه هم د بیا کارونې صنعت کې د جوشن پانګونه محدوده ده، خو هیله‌مند دی چې له فعالیتونو یې ملاتړ وشي او راتلونکې یې پراختیا پیدا کړي، څو هم له اقتصادي او هم د چاپیریال ساتنې له اړخه ډېره ګټه ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام