پکتیکا او خوست کې زلزلې تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي

ځايي مسوولان وایي، د تېره شپې زلزلې له امله د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې ۲۰ او د خوست په سپرې ولسوالي کې هم تر ۲۰ زیات کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دوی وویل، د ګڼو کورونو نړېدو په دلیل ښايي د تلفاتو شمېرې لوړې شي.
د افغانستان ګڼ شمېر نور ولایتونه هم تېره شپه یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د ۷۰۰۰ ښوونکو کموالی

چارواکي د هر نوي ښوونیز کال د پرانېستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر وړاندې د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو لا هم د ټول هېواد په کچه زده‌کوونکي د ښوونځیو، کتابونو او ښوونکو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا، خوست او پکتيکا د پوهنې ریاستونو مسوولان وايي، د سوېل ختيځ زون په دغو درېوو ولايتونو کې د ۷ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي.