له هنده کابل ته د الوتنو بندېدل؛ افغانان هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کوي

یو‌شمېر هغه افغانان چې د مخکیني حکومت له سقوط وړاندې هند ته تللي دي، وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو له هند څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو او تګ‌ راتګ بندېدل، د دې لامل شوی چې دوی په هند کې ګیرپاتې شي.

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه چې ټاکل شوې افغانستان ته راشي، کابل ته را رسېدلې او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو درې زره سرتېرو موخه چې تر یکشنبې پورې به کابل ته راشي، د امریکايي ډیپلوماټانو او د امریکا د نورو همکارانو د وتلو بهیر چټکتیا او خوندیتوب ښودل شوی دی.

پنټاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ښایي د ځواکونو وتل ورو شي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د څو ولسوالیو د مرکزونو له نیولو سره هم‌مهاله پنټاګون د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په حال کې دی او وضعیت ته په کتو به د ځواکونو د وتلو د ورو کېدو پرېکړه وکړي.

شنونکي: امریکا ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سفر تشریفاتي بڼه لري

سپینې ماڼۍ ویلي چې تمه ده د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ په پای کې امریکا ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر مشر جوبایډن سره وګوري. د چارو شنونکي د دغو دوو افغان لوړپوړو چارواکو سفر تشریفاتي بولي او وایي چې دغه سفر به د هېواد پر روان وضعیت هېڅ راز اغېز ونه لري.

طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.