د برښنا پایو د ساتنې نوې طرحه؛ هرې پایې ته دوه ساتونکي ګومارل شوي

د پروان د برښنا ریاست مسوولان وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت د کابل په شمال کې د برښنا پایو د چپه کولو مخنیوي لپاره نوې طرحه برابره کړې ده.
د پروان د برښنا رییس روح‌الله ساجد سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده غونډه کې د پایو چپه کولو د مخنیوي په موخه پرېکړه شوې چې د هرې پایې لپاره به دوه دوه ساتونکي وګومارل شي.

د کابل چاودنو خلک په موټرو کې له تګ راتګ بېزاره کړي

پرون له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماینونو ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.

«د سولې طرحه کې یوازې د دولت او پخلاینې شورا نظرونه ځای شوي»

تېره ورځ ناوخته یوه طرحه چې ۱۴ مخه ده او ښايي د استانبول غونډې لپاره د افغان دولت د سولې طرحه وي، په رسنیو کې لاس پر لاس شوه.
دا طرحه چې د افغان سولې د هوکړې په نوم نومول شوې، پر څلورو بېلابېلو برخو راڅرخي او د افغانستان راتلونکې لپاره د لارښود اصول، د افغانستان سیاسي نقشه، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام او د جګړې پای ته رسول په‌کې شامل دي.

الماني ځواکونه به ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې وي

د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي. دغه پارلمان پرون د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.

«دولت د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه ارزوي»

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، افغان دولت د سولې انتقالي دولت طرحه ارزوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د افغانستان د سټراټېژیکو څېړنو انسټېټيوټ کې خبرې کولې وویل، دا طرحه په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره یو وړاندیز دی.
د نادري په وینا، دولت اوس دا طرحه ارزوي او باید اغېزمنتیا یې په واقعي ډول وارزوي، څو روښانه شي چې له هېواد سره مرسته کوي، که یې یوه بل اوږدمهالي ناورین ته بیايي.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې درېیمه مسوده هم نامتوازنه وبلله

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو نننۍ عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې د مالیې وزارت د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده هم جرګې ته استولې؛ خو بیا هم ډېرې ستونزې لري.

دوی وايي، سره له دې چې د ولسي جرګې غړيو د نامتوازن‌والي له کبله د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې مسوده دوه ځلې رد کړې؛ خو د بودیجې درېیمه مسوده هم د ستونزو له حل پرته جرګې ته استول شوې ده.

رحماني: حکومت او طالبانو واک ته رسېدو لپاره د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې؛ خو تر دې دمه دا خبرې د افغانانو لپاره د منلو وړ پایله نه لري. د دې وضعیت په دوام د ولسي جرګې غړيو د يادې جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړ.