غور کې یوه ماشوم ځانوژنه کړې
د غور امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لعلوسرجنګل ولسوالي کې یوه ماشوم ځانوژنه کړې ده.
د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلاموطندار ته ویلي چې دغه ماشوم د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ځان زړولی او ځانوژنه یې کړې ده.