![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/تاریخي-اثار--300x200.jpg)
روزګان کې له یوه کس لسګونه تاریخي اثار موندل شوي
د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کي یې د یوه کس له کوره، لسګونه تاریخي اثار موندلي دي.
د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدافضل سید سلاموطندار ته وویل چې دغه اثار یې، له ډېرو هڅو وروسته موندلي او تر څېړنیو وروسته به یې تاریخي مخینه معلومه کړي.