د سوریې ولسمشر احمدالشرع وايي چې د امریکا په منځګړیتوب له اسراییلو سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او کېدای شي ژر د ۱۹۷۴م کال د اوربند تړون ته ورته یو هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

 نوموړي د ترکيې له مللیت ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د سوریې له دولتي ټلویزیون خپرېده، وویل، دا هر څه د اسراییلو سره د اړیکو عادي کېدل نه‌دي، بلکې یوازې د جګړې د مخنیوي لپاره یو سیاسي توافق دی.

الشرع زیاته کړه: «سوریه جګړه کولای شي، خو نور د جګړې دوام ته لېوالتیا نه‌لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 هغه د السویداء وروستۍ پېښې «له مخکې پلان شوې دسیسه» وبلله چې د ده په وینا، په داسې وخت کې رامنځته شوې کله چې خبرې د پای ته رسېدو په حال کې وې.

سوریه او اسراییل له ۱۹۴۸م کال را وروسته څو ځله په جګړه کې ښکېل شوي دي.

تر ټولو مهم شخړه د جولان د لوړو ده چې اسراییل په ۱۹۶۷م کې ونیوله او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې اساسي ټکی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام