زه نقیب صدیقي یم، د ژورنالیزم زدهکړیال او اوس مهال د ګرافیک ډیزاینر په توګه کار کوم. زما له مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) سره اشنایي د دې ټیکنالوژۍ د خپرېدو او په ټولنیزو شبکو کې زما د طبیعي لېوالتیا له امله رامنځته شوه.
کله چې خلک د دې نوې پېښې د راتګ او د انسانانو لپاره د ټیکنالوژۍ په عصر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې کولې، نو ما ته د مصنوعي ځیرکتیا پدیدې راته یوه بېسارې حیرانتیا وه.
په پیل کې د افغانستان په رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پیژندنه او کارول محدود و؛ ډېر کم ځوانان او کاروونکي پرې پوهېدل، خو کله چې دا پدیده د یوې امریکایي ټیکنالوژۍ کمپنۍ لهخوا معرفي شوه، زما لپاره یوه لویه هیجانانګېزه تجربه وه. د معلوماتو د پروسس کولو وړتیا او د مصنوعي ځیرکتیا ځواک په ټیکنالوژیکو علومو کې بېساری و.
د دې نوې ټیکنالوژۍ په لومړیو ورځو کې، د هر چا لپاره د دې کارول اسانه نهو او ځینې محدودیتونه پهکې موجود وو. د دې لپاره، تاسو باید په هغو هېوادونو کې حساب جوړ کړی وای چې شرایط یې لرل او فیس یې ورکړل وای، څو وکولای شئ د مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده وکړئ. دغه محدودیتونه هم د دې سبب شول چې په افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول تر ډېره کچې محدود پاتې شي.
پېژندګلوي «هیجان»
د مصنوعي ځیرکتیا یا ChatGPT پیژندنه او کارول زما لپاره خورا جالب و. زه له هیجانه ډک شوم، ځکه چې دا یوه نوې پدیده وه، له حیرانوونکو او فوقالعاده وړتیاوو سره.
په پیل کې، د دې ټیکنالوژۍ کارول پراخه نهو او تاسو باید د هغو هېوادونو شرایطو لرونکو حسابونه پرانیستي وای. ما هم وروسته له هڅو خپل حساب جوړ کړ او د ټیکنالوژۍ په نوي نړۍ کې داخل شوم. زما تجربه له هیجان او حیرانتیاوو ډکه وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خورا کم وخت کې، ChatGPT کاروونکو ته ډېر پراخ او څو پوړیز معلومات وړاندې کوي. د مصنوعي ځیرکتیا بنسټګرانو د اړیکو لینکونو په جوړولو سره، ډېری کاروونکو ته د وړیا استفادې زمینه هم برابره کړه.
مصنوعي ځیرکتیا زما لپاره یو بل ډول نړۍ وه؛ په دې فضا کې تاسو له پراخو معلوماتو سره مخامخ کېږئ. د دې په کارولو سره نور د ګوګل په لټون تکیې ته اړتیا نه شته، ځکه ChatGPT ستاسو اړتیاوې په ډېر کم وخت کې او په منظم ډول پوره کوي.
کله چې ما لومړی ځل له ChatGPT څخه پوښتنه وکړه، پوه شوم چې د ټیکنالوژۍ یوه انقلاب سره مخ یم. زما لومړنی برداشت دا و چې ښایي دا یوازې د ګوګل یا نورو پلېټفورمونو په څېر وي، خو کله مې چې د معلوماتو ځواک او سرعت ولید، باور مې پرې نهشو.
اړتیا او اندېښنه
د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پراختیا په ژوند کې یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده. د ټیکنالوژۍ عصر کې د دې پدیدې د ودې مخنیوی ناشونی دی. زموږ ژوند اوس بېلابېلو اړتیاوو سره تړلی چې د مصنوعي ځیرکتیا شتون یې یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
موږ باید د مصنوعي ځیرکتیا او نورو ټیکنالوژیکو پلېټفورمونو په کارولو کې مخالفت ونهکړو، ځکه دا وسیلې اوس د ژوند یوه حقیقي اړتیا او حقیقت ګرځېدلی دی. په عین حال کې، باید د اندېښنو ارزښت ومنو او د دې ټیکنالوژۍ په کارولو کې د بشپړ احتیاط او کافي معلوماتو پراساس عمل وکړو.
د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنې ډېرې دي. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې د ګرافیک ډیزاین یا ورته برخو کې کار کوي، وېرې لري چې ښايي په راتلونکي کې مصنوعي ځیرکتیا د دوی د کاربازار محدود کړي. د دې ټیکنالوژۍ د چټک پرمختګ له امله، په راتلونکي کې ډېری مسلکونه او کارونه د انسانانو له لاسه وتلی شي.
خو باید وویل شي چې د انسان او مصنوعي ځیرکتیا تولیدات یو له بل سره توپیرونه لري. ځوان نسل او هغه کسان چې تازه د مصنوعي ځیرکتیا کارول پیل کړي، باید په احتیاط او توازن سره دا ټیکنالوژي وکاروي، څو له دې څخه ګټه پورته کړي. مصنوعي ځیرکتیا هم یو ستر فرصت دی او هم یو لوی ګواښ.


