سړې هوا یې، پر مخ سرې کرښې ایستلي دي. ببر وېښتان یې چې سپینوالی یې، د ژوند کیسې کوي، پر ډنګر بدن سیوری غوړولی دی. په لړزیدلي لاسونو وزو او چرګانو ته ډوډۍ او واښه اچوي.
۶۵کلنه بيبيګل د کندوز د قلعهذال د بیشکېپه کلي اوسېدونکې ده. هر سهار د لمر په راختلو سره د خپلې حویلۍ یوې څنډې ته د څارویو لپاره جوړې شوې طویلې ته ورځي. هلته یې، څو وزې او چرګانې ساتلې دي.
که څه هم لوړ عمر یې، په دوامداره توګه څارویو ساتل ورته ستونزمن کړي، خو په وینا یې، د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د لومړنیو اړتیاو برابرو لپاره له تېرو درېوو کلونو راهیسې پر دې کار بوخته ده.
هغې وویل: «زه د خپلې کورنۍ اقتصادي مسوولیت پر غاړه لرم، وزې او چرګې ساتم. درې وزې لرم، ۳۰ چرګې مې وې، اوس ۱۲ پاتې دي. یوه وزه مې پنځه ورځې وړاندې بچی وکړ. درې کاله کېږي چې د مالدارۍ له لارې ژوند روان ساتم او ساتلی مې دی. درې کاله کېږي چې په دې کار بوخته یم.»
بيبيګل چې شپه او ورځ د څارویو د ځای پاکولو او وښو، اوبه او دانې برابرولو ترڅنګ، د شیدو پر رالوسلو تېروي او د ورځې له څلور تر پنځه ساعته پر مالدارۍ بوخته وي؛ په اوړي او د هوا په ګرمېدو له نوموړې ډېر وخت اخلي.
نوموړې وویل: «زه شپه او ورځ د خپلو حیواناتو ځای پاکولو، وښو اوبه او خوراک ورکولو او شیدې اخیستلو په کار بوخته یم. اوس ورځ کې شاوخوا ۴ تر ۵ ساعته په دې کار مصروفیږم؛ په دوبي کې ډېر وخت ته اړتیا وي.»
د عمر په تېرېدو یې، زنګنونه تل درد کوي او وايي چې اوس د کار کولو او ډېرو څارویو د ساتلو توان نهلري، خو ژوند اړ کړې چې دې سختیو ته غاړه کېږدي او نن سبا او سبا بله ورځ ته ورسوي.
هغې زیاته کړه: «د څـارویو ساتل ډېر سخت دي، خو که یې ونهساتم، وږي پاتې کېږو. د بېکارۍ او بې پیسو له امله اړ شوم چې په دې عمر کې مال وساتم، څو د ورځې ډوډۍ پیدا کړو. ستونزې ډېرې دي، زه زړه یم او ډېر ځواک نهلرم، زنګنونه مې درد کوي، خو اړ یم چې دا کار وکړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مالدارۍ د بيبيګل د ورځني کار یوه برخه نده، بلکې د هغې د کورنۍ د عاید یوه سرچینه هم بلل کېږي. هغه وايي چې هر کال د مالدارۍ او چرګانو ساتلو له لارې له دېرش تر پنځوس زره افغانیو ترلاسه کوي او په دې محدود درامد سره د خپلې کورنۍ ورځنی ژوند چلوي.
هغې وویل: «زه هرکال د مالدارۍ او چرګانو ساتلو له لارې شاوخوا ۳۰، ۴۰ تر ۵۰زره افغانۍ ترلاسه کوم. ټول د کورنۍ ورځنی مصرف له همدې لارې پوره کېږي. په لومړیو کلونو کې حالت ښه و، خو اوس د پیسو کمښت له امله څوک زموږ شیدې او مستې نهاخلي. که اخلي یې هم، خورا ارزانه یې اخلي؛ دوکانداران زموږ د مستو له اخیستلو وروسته ښار ته یې وړي او هلته یې هر کیلو ۳۰ افغانۍ ورکوي.»
بیبیګل ډېری وخت د کار او عاید پیداکولو لپاره مصرفوي، خو پیسې چې ترلاسه کوي محدودې دي او د خوراکي اړتیاو پوره کولو وروسته د درملنې لپاره څه نه پاتې کېږي.
د زنګون د درد د ارامولو لپاره یوازې پاراستامول خوري.
هغه وايي: «فقط همدومره چې خوراک او پوښاک مو پوره شي. زه د مالدارۍ له وجې مصروف یم، زنګون مې درد کوي، خو نورې پیسې نهشته چې خپله درملنه وکړم. که ناروغه شم، یوازې یو پاراستامول اخلم او خورم یې.»
سره له دې چې هره ورځ له درد او زوړوالي سره مخ ده، بیبیګل هر سهار پاڅېږي، څارویو ته رسیدګي کوي او د مالدارۍ کار ته دوام ورکوي.
هغه په صبر او زحمت د ژوند د نه ختمېدونکي کړاوونو سلسله پرمخ وړي، یوه هڅه چې ورځ تر بلې له مخکې نه ډېره سختهېږي.


