د اسیا جام اتلې لوبډلې سریلانکا د اسټرالیا په کوربهتوب د نړیوال جام لومړي پړاو سیالیو په لړ کې نن عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ترلاسه کړه.
سریلانکا لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او د پاتووم نېسانکا د ښکلې توپوهنې پرمټ یې وکولای شوای چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو عربي متحده اماراتو ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکړي.
پاتووم نېسانکا په توپوهنه کې د سریلانکا لپاره ښه لوبه وکړه او ۷۴ منډې یې جوړې کړې.
د سریلانکا لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې یوه لوبغاړي هم له شلو ډېرې منډې جوړې نه کړې او په اتلسم اوور کې ټوله لوبډله په ۷۳ منډو وسوځېده او د ۷۹ منډو په توپیر یې ماته ومنله.