هېواد کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي وايي، دې وروستیو اونیو کې روغتونونو کې د هموډیالیز دستګاه وسایل کم شوي چې دوی یې ستونزو سره مخ کړي.

دوی وویل، د هموډیالیز دستګاه د تجهیزاتو کمښت په دلیل یې ناروغان د دیالیز ترسره کولو لپاره ساعتونه په تمه پاتې شوي؛ هغه موضوع چې د متخصص ډاکټرانو په اند، کولی شي د ناروغ د مرګ لامل هم شي.

د کابل ښار یوه خصوصي روغتون کې نارو‌غ‌لرونکې پلوشه وايي، تېرو دوو اونیو راهیسې اړوند روغتونونو کې د ډیالیز وسایلو کمښت په دلیل اړ شوې چې له ډېرې سرګردانۍ وروسته دغه وسایل په لوړ لګښت وپېري.

هغې وویل: «تېره اوونۍ مو د مور د ډیالیز لپاره دغه روغتون ته مراجعه وکړه، راته وویل شول چې د ډیالیزر وسیله نشته. موږ ډېر هڅه وکړه چې بهر درملتونونو څخه یې پیدا کړو، خو په هغه ورځ مو مور ډیالیز نه‌شوه او روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شو. بالاخره بله ورځ وزیر اکبر خان شفاخانې څنګ درملتونو څخه د ډیالیز وسایل په دوه برابره بیه راکړل شول.»

هموډیالیز د هغو کسانو لپاره ترسره کېږي چې د پښتورګو «ګُردو» فعالیت یې کم شوی یا بیخي کار ونه‌کړي، دا ناروغي لامل کېږي چې پښتورګي ونه شي کولی له وینې څخه اضافي مواد، اوبه او مالګه په کافي اندازه تصفیه کړي.

د لوګر اوسېدونکی ۲۵ کلن شعیب هم د خپل ناروغ ورور لپاره د ډیالیز د وسایلو د کمښت له امله ستونزو سره مخ شوی او وايي:

«ورور مې د پښتورګو ډبرې درلودې، نږدې اته کاله مو درملنه او لیزر وکړ، خو ښه نه‌شو. بالاخره یوه پښتورګی یې په بشپړ ډول له منځه لاړه او بله یې هم سم کار نه کوي. شپږ میاشتې وړاندې ډاکټرانو وویل چې باید ډیالیز شي. هره اوونۍ دوه ځله کابل ته راځو، خو تېره اوونۍ وسایل نه‌وو او ورور مې ډیالیز نه شو. دوه ورځې مو انتظار وکړ.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، د کابل په روغتونونو کې مسوولان هم د ډیالیز وسایلو د کمښت ستونزه تاییدوي او له حکومته غواړي چې د دغې ننګونې د حل لپاره ژر او جدي اقدام وکړي.

کابل کې د خان خصوصي روغتون د هموډیالیز برخې مسوول ولي صافي په دې اړه وايي: «نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د ډیالیز وسایل په بازار کې کم پیدا کېږي یا شته نه دي. هغه شرکتونه چې دا وسایل واردوي، د طی مراحلو پروسه یې ډېر وخت نیسي. زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې غږ مو واوري.»

د حنظله غورځنګ خصوصي روغتون د هموډیالیز برخې مسوول ولي رحماني هم زیاتوي: «موږ د ډیالیز د وسایلو له کمښت سره مخ یو. ګمرکونه بند دي، وسایل نه دي وارد شوي او د بندرونو محصولات هم نه دي ګمرک شوي. په بازار کې بیې لوړې شوي او یا هم وسایل هېڅ نه پیدا کېږي.»

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت مسوولان هېواد کې د هموډیالیز د تجهیزاتو کمښت تاییدوي او وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل که څه هم د هموډیالیز د تجهیزاتو کمښت لامل په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي:

«کله ناکله داسې مسایل رامنځته کېږي چې ځینې طبي تجهیزات په بازار کې کم شي. موږ دغه ستونزې له لابراتوارونو او د درملو او خوړو له ادارې سره شریکې کړې. هڅه کوو چې ځینې مواد ژر لابراتوار او بازار ته وړاندې کړو او د دې ستونزې د دایمي حل لپاره مو ناستې او مجلسونه ترسره کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې متخصص ډاکټران د پښتورګو له ستونزو سره د مخ ناروغانو لپاره د ډیالیز ترسره کول حیاتي بولي او په ترسره کولو کې ځنډ د ناروغ ژوند ته جدي ګواښ ګڼي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام