د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني کاپیسا ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې شوې ټولبښنه د پليکېدو وړ ده او هېڅوک دې اندېښنه نهکوي.
نوموړي پرون چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، یاد ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال همداراراز ټینګار کړی چې د پخواني حکومت مسوولان، کولای شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
حقاني زیاته کړې چې هېڅ چارواکی نهشي کولای له خپل وظیفوي صلاحیت پورته اجرات وکړي او په وینا یې، له واک استفاده باید ونهکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سراجالدین حقاني دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د کاپیسا ولس په تېر شل کلن جهاد کې له اسلامي امارت سره څنګ په څنګ ولاړ وو او د دوی ونډه یې، ستایلې ده.
بلخوا د کاپیسا والي احسانالله بریال بیا ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت اوسېدونکي له اوسني نظام سره ولاړ دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته ویناوې کړي او خلک یې، د نظام ملاتړ ته رابللې دي.


