د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې د زلزلې او دوامداره وچکالۍ له امله یې ژوند سخت شوی.
د دوی په خبره، د اوبو کمښت، د کرنیزو حاصلاتو لهمنځه تلل او د کورونو ویجاړېدل هغوی په یو وخت دوو بحرانونو سره مخ کړي.
د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» سیمې اوسېدونکی غلام حیدري د اوبو سرچینو او د کرنیزو ځمکو د حاصلاتو کمښت له امله اندېښنه څرګندوي او وايي:
«تېرو وختونو کې وضعیت ښه و، اوبه موجودې وې او موږ کرنه کولی شوه. اوس څو کاله کېږي چې وچکالي راغلې او کرنه نهکیږي. د باران د نشتوالي له امله ځمکې ښه حاصل نه ورکوي او یوازې هغه اندازه محصول ترلاسه کوو چې زموږ د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي وي.»
د هغه په وینا، خلک اړ دي چې د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره تر یو ساعت پورې مزل وکړي؛ هغه ستونزه چې د ټولې سیمې د کورنیو پر ژوند یې سیوری غوړولی.
د شولګرې ولسوالي د «جلوزي» کلي اوسېدونکی مولاداد چې کور یې د زلزلې له امله ویجاړ شوی، د وروستیو ورځو د سختیو په اړه وايي.
د هغه په وینا، سره له دې چې له ۱۰ تر ۱۲ زره افغانیو پورې مرسته یې ترلاسه کړې، خو زیاتوي چې دا اندازه د کور د بیارغونې او د راتلونکي ژمي د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه ده.
هغه په دې اړه وویل: «کور مو ویجاړ شوی. زموږ ماشومان له زلزلې وروسته وېرېدلي او څو وزې مو هم مړې شوي. انجنیرانو کور وکتلو، خو اړینه مرسته لا نه ده رسېدلې. د څښاک اوبه هم نه لرو، نو څنګه کولی شو د کور د بیارغونې لپاره اوبه پیدا کړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شولګرې ولسوالي د کلیو د چارو مدیر محمد صابر وايي، شاوخوا میاشت وړاندې زلزلې د دې ولسوالي اوسېدونکي جدي زیانونو سره مخ کړي.
«په وروستۍ زلزه کې شاوخوا ۵۰ کلي زیانمن شوي او له ۴۰۰ څخه ډېرې کورنۍ په جدي ډول زیانمنې شوي. د دې پېښې په پایله کې دوه کسان مړه شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. د دې ترڅنګ کورونه ویجاړ شوي، د خلکو د څارویو خوراکي توکي هم د خاورې لاندې پاتې دي.»
هغه وچکالي هم د یوه جدي بحران په توګه یادوي او وايي: «وچکالۍ شدیدې اغېزې لرلي. باران نه دی شوی او کرنه له منځه تللې. شاوخوا ۵۰ سلنه خلک للمي ځمکې لري او د باران نشتوالي هغوی اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.»
په همدې حال کې د شولګرې ولسوالۍ مرستیال عینالدین فاروقي دغه ولسوالي کې د څښاک اوبو کمښت او پر خلکو د وچکالۍ منفي اغېزې مني او وايي، اړوندو ادارو په همغږۍ هڅه کوي چې د اوبو رسولو پروسه روانه وساتي.
هغه زیاتوي چې یوازې د سیند ختیځې سیمې شاوخوا ۳۰ کلي، په ځانګړې توګه شورچه، ارلات، آقچه، دالان، بزباي، سین او الآبه په جدي توګه د څښاک اوبو ته اړتیا لري.
«د ځینو کلیو خلک هره ورځ د اوبو د راوړلو لپاره له پنځه تر شپږ ساعتونو پورې د ولسوالۍ مرکز ته راځي. څو ټانکرونه د مختلفو بنسټونو له خوا کلیو ته انتقال شوي، خو د اړتیاوو د پراخوالي له امله کافي نه دي. موږ د کلیو د پراختیا ریاست او د پېښو پر ضد د مبارزې ریاست مسوولانو سره په اړیکه کې یو او هڅه کوو چې دا ستونزه په یوه ډول حل شي.»
د دولتي ادارو او مرستندویه موسسو له هڅو سره سره، د شولګرې اوسېدونکي وايي چې اړتیاوو ته په کتو مرستې محدودې دي.
زلزله د هغوی کورونه وران کړي او وچکالۍ یې کرنه لهمنځه وړې.
د ژمي په را رسېدو سره د شولګرې اوسېدونکي لا هم د مرستو په تمه دي، څو د بیړنیو ستونزو یوه برخه یې حل کړي.


