د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې د افغانستان په کچه یو له ګڼ نفوسو ښارونو شمېرل کېږي د ختیځو او د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکو ترڅنګ پکې د یو شمېر نورو ولایتونو ډیری خلک هم اوسیږي او په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو تازه را ستانه شوي هم پکې مېشت شوي او تر بل هر وخت یې نفوس ډېر شوی.
په دغه ښار کې د نفوس د ډېروالي له امله د هدیرو ځمکې کمې شوي چې دې چارې د جلال اباد ښاریان له ننګونو سره مخ کړي.
نور جلال چې د جلال اباد ښار د قصبې سیمې اوسېدونکی دی وایي چې شاوخوا یو میاشت وړاندې یې وراره مړ شوی و خو په خپله سیمه کې یې په هدیرو کې د قبر لپاره ځای ونه موند او د ښار څلورمې ناحیې د مقام خان هدیره کې خپل مړی خښ کړ.
هغه وویل: «قصبه مې دوه درې هدیرې شته خو وړې دي او اوس ډکې شوي زما وراره وفات شوی و دلته مو ځای پیدا نکړ بیا مو مقام خان هدیرې کې لږ ځای پیدا کړ هلته مو دفن کړ هغه هدیره هم ډکه ده که د ښار نږدې ځمکه د دولت له لوري هدیرې ته ورکړل شي نو د ښاریانو دا مشکل به ورسره حل شي.»
د جلال اباد ځینې اوسېدونکي بیا وايي، ډیری خلکو خپلې کرنیزې ځمکې د کورونو لپاره پلورلي خو د هدیرو لپاره یې ځمکه نده پریښې چې له همدې امله اوس په ښاري سیمو کې د هدیرو ځمکې په نشت حساب دي.
دوی له سرپرست حکومت او شتمنو هېوادوالو د هدیرو د ځمکو کمښت ستونزې حل لپاره د بېړنیو ګامونو اخېستو غوښتوونکي دي.
نبیالله د جلالاباد ښار دویمې ناحیې اوسیدونکي دی. هغه وايي: «د جایدادونو له مالکانو مو هیله دا ده چې د ښاریانو د مشکلاتو د حل کیدلو په اساس باندې که چیرته شخصي جایدادونه وي یو څه اندازه ځمکه د الله د رضا په خاطر باندې ولسونو ته وقف کړي څو د ولسونو دغه د مړو د دفن کولو مشکل حل شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی اسماعیل وايي: «ښار کې دهدیرو ځمکې کمې دي چې چا کره مړی کیږي چې هرې هدیرې ته یې وړي نو خلکو خپلې شخصي هدیرې پریښي دي نو هلته د بل چا مړی نه پریږدي چې پکې مړی خښ کړي دولتي هدیرې نشته دي.»
په همدې حال د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، پلان لري چې نږدې راتلوونکې کې د درېیو نویو ناحیو په جوړېدو سره به هدیرو ته ځمکې ځانکړې کړې چې په دې سره به یاده ستونزه تر یوه برېده حل شي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي یې په اړه وویل: «دا چې جلال اباد ښار یو له ګڼ نفوسه ښارونو څخه شمیرل کیږي یو شمیر ښاریان د هدیرو د ځمکو د کموالي څخه شکایت کوي د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د دریو نویو ناخیو د جوړولو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي په دغو ناحیو کې د نورو خدمتونو تر څنګ یو اندازه ځمکې د هدیرو لپاره ځانګړې شوي دي.»
د یادونې وړ ده چې جلال اباد ښار دا مهال نهه ناحیې لري چې د ختیځو ولایتونو ترڅنګ د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو او همداشان له ګاونډیو هیوادونو تازه راستانه شوي هم پکې میشت دي چې په دې سره يې نفوس شاوخوال یونیم میلیون تنو ته رسېږي.


