د سمنګان د خُلم ولسوالي د «حاجيکریم» کلي اوسېدونکی ۵۲کلن رمضاني هغه پلار دی چې له ۲۳ ورځو وروسته لاهم د خپلې ځوانې لور نصیرې په وېر ناست دی.
ده سره داسې مهال مخ کېږو چې د نږدې یوې میاشت ورځې وړاندې زلزله کې د خپلې شهیدې شوې لور له قبر راستون شوی دی.
هغه د «حاجيکریم» کلي په یوه تنګه کوڅه کې خپل نړېدلي کور ته دننه کيږي او د نومبر د دویمې زلزلې کیسه کوي: «درې لورګانې مې یوه کوټه کې وېدې وې، زه دهلېز کې ویده وم، کله چې ځمکه وښورېده، جېګ شوم. یوه لور مې په منډه له کوټې ووته، خو دوه نورې پاتې شوې، زلزله چې تېزه شوه یو دم کوټه ونړېده. یوه یې شهیده شوه او یوه ټپي ده.»
رمضاني د هغو زلزلهځپلو له ډلې دی چې غم او درد یې تر نورو څو برابره دروند دی، ډېرو خلکو کورونه له لاسه ورکړي، خو زلزلې نهیوازې د ده کور په کنډواله بدل کړی، بلکې د هغه ځوانه ۱۵کلنه لور یې هم ترې واخیسته.
نصیرې چې تر شپږم ټولګي یې ښوونځی لوستی وو، اوس مدرسې ته تله او غوښتل یې د قران حافظه شي.
د هغې پلار رمضاني په ژړغوني غږ وايي، د لور خبرې او یاد یې ارام ته نهپرېږدي او سترګې او زړه یې د هغې په لیدو پسې تپیږي.
رمضاني د خپلې لور وروستي دیدار او خبرو په اړه وايي: «ما ورته وویل چې راشه پښې مې چاپي کړه، ستړی وم له کاره راغلی وم، لس پنځلس دقیقې یې زما پښې چاپي کړې، بیا یې یو انار راته راوړ او وې ویل، اغا دا وخوره. انار مې وخوړ او وېده شوم، هغه هم خپلې کوټې ته لاړه. همدا زمونږ اخیري خبرې وې، اوس چې هرې خوا ته ځم، زړه مې درد کوي، وایم چې کاش ویې ګورم. خو چاره نه لرم، سترګې مې تل له اوښکو ډکې وي. ډېره راته ګرانه وه.»
رمضاني وايي، تر هرڅه زیات یې دا ځوروي چې خپل اولادونه یې په ډېرې غریبۍ کې لوی کړي وو او نه دی توانېدلی چې هغوی ته هوسا ژوند برابر کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دوی مې په ډېرې غریبۍ کې لوی کړي وو، کله به کور کې څه پیدا کېده او کله نه، کله به ماړه وو او کله وږي. د غریبۍ کور مو وو. همدغه ورځې چې اوس رایادیږي، ډېر کړېږم، خو څه وکړم. کېدی شي، لور مې هم زړه کې ډېر ارمانونه درلودل، خو ټول یې ځان سره ګور ته یوړل.»
رمضاني وویل، د لور نهشتون یې د کور په هر ګوټ کې د خاموشۍ سیوری غوړولی او تر هغې چې وېښ وي، هره شېبه یې لور یادیږي.
نوموړي وویل: «نهشتون یې راته سخت تمامیږي، خو څه وکړم چاره نهلرم. هر چا چې د اولاد داغ لیدلی وي، هغه درک کولی شي. الله د په هېڅ مسلمان نهراولي، تر هغې چې ویده شوی نهاوسم، له یاده مې نهوځي. هر وخت چې ویده شم په یاد مې نهوي، همدا چې وېښ شم، هره شېبه را ته یادیږي.»
د رمضاني کور چې د ده د کلونو خولو او هيلو په بدل کې جوړ شوی و، اوس د نړېدلو دېوالونو یوه غمجنه ننداره ده.
رمضاني دامهال د «حاجيکریم» کلي ښوونځي کې تر خیمې لاندې ژوند کوي او له مسوولانو غواړي چې د کور ابادولو کې ورسره همکاري وکړي.


